1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان د همسایه ګانو سره د مهاجرینو په اړه خبري کوو»

۱۴۰۰ مرداد ۲۶, سه‌شنبه

د جرمني صدراعظمي انګیلا میرکل ویلي، غواړي د افغانستان په همسایه هیوادونو کي د افغان مهاجرینو د پاته کیدو په مسأله کي ژر کومک وکړي، ترڅو اروپا ته د هغوی د هجوم مخنیوی وسي.

https://p.dw.com/p/3z4Mr
Deutschland | PK Angela Merkel zu Afghanistan
انځور: Odd Andersen/AFP/Getty Images

میرکل دغه خبره پرون دوشنبه ماښام (د اګست میاشتي ۱۶ مه) په برلین کي د افغانستان د اضطراري حالت په باب د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وکړه او اضافه یې کړه:« دلته خبره تر ټولو دمخه پردې باندي ده، چي موږ د افغانستان د هغو همسایه هیوادو سره مالي کومک کوو، کومو ته چي افغان مهاجرین ورځي.»

د میرکل په خبره په دې مسأله کي تر ټولو دمخه زموږ تمرکز د همسایه هیواد پاکستان سره د ګډ کار پر سرباندي ده. مهمه داده ، چي د ملګرو ملتو د مهاجرینو د عالي کمیسارۍ، UNHCR سره پدې موضوع کي ارتباط ونیول سي. پدې هکله به نن چهارشنبه د جرمني د وزیرانو په کابینه کي سلا مشورې وسي.

میرکل اضافه کړه: دا مهمه ده، چي د امکان تر حده پوري ډیرو هغو خلګو ته، چي مستقیمأ یې د الماني تأسیساتو او یا جرمني دپاره کار کړی نه وي د « افغانستان په شاوخوا کي د پاته کیدو یو ډاډمن ځای پیدا سي.»

خو میرکل د دې څخه خبرداری هم ورکړ، چي پخواني اشتباهات نباید تکرار سي. هغې پخواني اشتباهات دا وبلل ، چي مثلأ « د ملګرو ملتو د مهاجرینو عالي کمیسارۍ او یا نړۍ د لوږي پروګرام ته پوره پیسې په اختیار کي ورنه کول سي. او بیا یې نو په خبره خلګ مجبوره سول، چي د اردن، لبنان ، سوریې او یا نورو هیوادو څخه مستقیمأ د اروپا پر خوا حرکت راوکړي. »

میرکل وویل، چي خبره اوس پردې باندي ده، چي ژر عکس العمل وښوول سي او د افغانستان همسایه هیوادوو ته کافي کومکونه په اختیار کي ورکول سي.
آ./م.ق./ا.ا.