1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مینه پال جنازه، د هدفي وژنو پر دوام توندې نېوکې

۱۴۰۰ مرداد ۱۶, شنبه

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د مشر دواخان مینه پال د جنازې ګډونوالو حکومت د چارواکو په امنیت ساتنه کې ناکام وباله. مینه پال د افغانستان د پارلمان په ودانۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

https://p.dw.com/p/3ygUP
Afghanistan | Dawa Khan Minapal, Leiter des Informations- und Medienzentrums der afghanischen Regierung
انځور: GMIC

د افغان حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه پال جنازې ته د پارلمان د غړو سربیره یوشمېر جګپوړي دولتي چارواکي هم ورغلي وو.

د جنازې ګډونوالو په توندو ټکو حکومت وننګاوه چې څنګه په رڼا ورځ د پلازمینې په زړه کې د یوه جګپوړي دولتي چارواکي وژونکي ترې تم شي.

د دواخان مینه پال ورور عبدالمجید مینه پال خبریالانو ته وویل، چې دا یې د کورنۍ پنځم غړی دی چې د وسله والو مخالفینو په لاس وژل کیږي.

نوموړي زیاته کړه:

«مینه پال زما ورور و خو مبارزه یې د یو فرد په توګه نه بلکې د ټول افغانستان لپاره وه او له دولت څخه مو غوښتنه داده چې دده د قتل د عاملانو په نیولو کې جدا اقدام وکړي.»

 دوا خان مینه پال د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست ۶مه) د کابل په دارلامان سیمه کې په یوه هدفي برید کې ووژل شو. طالبانو ددغه برید مسؤلیت پرغاړه اخېستی.

د ولسي جرګې یوشمېر غړي وايي، د حکومت بي غوري لامل شوې چې په هېواد کې هدفي وژنې دوام لري.

ددې جرګې یوه غړي میرزا کټوازي خبریالانو ته وویل:

«دولت هروخت بې توجه يي کړې، مونږ بیا په دولت غږ کوو، که چېرې هغه څوک چې مینه پال صاحب یې په قتل رسولی پيدا یې نه کړي او د قانون منګولو ته یې ونه سپاري ددغسې نورو مرګونو به هم شاهدان وو.»

شاوخوا څلویښت کلن دوا خان مینه پال د افغانستان د زابل ولایت اوسېدونکی ؤ، چې کلونه وړاندې یې له یوشمېر رسنیو سره د خبریال په توګه دندې ترسره کړي.

Afghanistan Distrikt-Gouverneurin Salima Mazari (C) Distrikt Charkint  Provinz Balkh
انځور: FARSHAD USYAN/AFP

نوموړی د ولسمشر غني مرستیال ویاند ؤ او څو میاشتې وړاندې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز د مشر په توګه ګومارل شوی ؤ.

د ولسمشر د ستراتيژيکو اړیکو د دفتر مشر وحید عمر د مینه پال په جنازه کې د هغه کورنۍ ته ډاډ ورکړ چې په دې اړه به اقدامات کوي.

«د دوا خان مینه پال همفکران به هرو مرو د هغه لاره تعقیبوي.»

طالبان داسې مهال د پلازمینې کابل په زړه کې د حکومت یو جګپوری چارواکی وژني، چې دې ډلې له ولسوالیو وروسته اوس په سترو ښارونو هم برېدونه پيل کړي.

طالبانو ادعا کړې چې د نیمروز مرکز زرنج ښار وروسته یې د شبرغان ښار هم نېولی دی.

امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو اندېښنه ښودلې او طالبانو ته یې خبرداری ورکړی چې د بریدونو په ډېرولو سره نړېوال مشروعیت نه شي ترلاسه کولای.

اسماعیل شاکر – کابل