1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

د شري ناورغۍ تېر کال څه باندې ۲۰۰ زره تنه وژلي دي

۱۳۹۹ آبان ۲۳, جمعه

د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله د دغه مرض په وړاندې په مبارزه کې تر پرمختګونو وروسته اوس د مړو شمېر د يو څو کلونو راهيسې بيا په زياتېدو دی. د کرونا وبا هم د شري پر ضد دغه مبارزه سخته کړې ده.

https://p.dw.com/p/3lES3
Masern-Virus
انځور: Imago/Science Photo Library

د روغتيا د نړيوال سازمان او د متحده آيالاتو د روغتيايي‌ ادارې سي دي سي د اټکلونو له مخې تېر کال تقريبا ۲۰۷ زره او ۵۰۰ تنه د شري د لاسه مړه شوي دي. په دې ترتيب د ۲۰۱۶ کال په پرتله د مړو شمېر پنځوس سلنه زيات شوی دی. دغه خبره د روغتيا د نړيوال سازمان او د متحده آيالاتو د روغتيايي ادارې په ګډ رپوټ کې راغلې ده. د روغتيا د نړيوال سازمان کارپوهه، ناتاشا کروکرافت وايي‌ چې «دا د مړينې داسې پېښې وې چې مخه يې نيول کېدای شوه

د هغې په خبره په تېره افريقايي هېوادونه ډېر اغېزمن ول چې ټول ټال په ۲۰۱۹ کال کې د ابتلا ۸۷۰ زره پېښې ثبت شوې دي.‌ دغه شمېر د ۱۹۹۶ کال راهيسې تر ټولو لوړ رقم دی.

د کروکرافت په وينا په ډېرو هېوادونو کې په کافي شمېر ماشومان هغه دوه ځلې واکسيناسيون نه تر لاسه کوي چې د معافيت د پيدا کولو له پاره ورته اړتيا ده. په اوس وخت کې د کرنا وبا له کبله هم شرايط لا په خرابېدو دي. د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله ۹ ميليونه تنه اوس په ۲۶ هېوادونو کې د وبا له کبله واکسين نه شي تر لاسه کولی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو سره د مرستې د ادارې يونيسف مديرې، هنريته فورې، ويلي‌ دي:‌ «موږ بايد پرې نه ږدو چې د يوې وژونکې ناروغۍ په وړاندې زموږ مبارزه د يوې بلې ناروغۍ پر ضد د مبارزې له کبله زيان وويني

شرې د ماشومانو يو مرض بلل کيږي، خو لويان هم ورباندې اخته کېدای شي.‌ دغه مرض کېدای شي‌ د مړينې سبب هم وګرځي.‌ په ۱۹۶۳ کال کې د يوه واکسين تر پيدا کېدو پورې د روغتيا د نړيوال سازمان په خبره هر کال تقريبا ۲،۶ ميليونه خلک يې له کبله مړه کېدل.

شرې د موربيلي ويروس له کبله رامنځ ته کيږي. په دغه ويروس تر اخته کېدو وروسته تبه، ټوخی، ريزش او کله د بندونو درد هم راټوکيږي. لږ وروسته بيا پر پوستکي‌ باندې سره څاڅکي رامنځ ته کيږي. ۷ تر ۸ سلنې پورې مريضان د تبې د لاسه د برېښ يا بډۍ حس لري.‌ په ۲۰۱۹ کال کې په نهو هېوادونو کې دغه مرض ډېر وليدل شو چې له جملې څخه يې د مرکزي افريقا جمهوريت، د کانګو دموکراتيک جمهوريت، ګرجستان، قزاقستان او اوکراين ډېر اغېزمن شوي ول.

jj/uh/ ن ص/ س ر