1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د حقانيه مدرسې مشر: په طالبانو ویاړو چې زموږ شاګردان دي

۱۳۹۹ آبان ۲۶, دوشنبه

مولانا یوسف شاه په داسې حال کې چې پر خوله یې مسکا وه په خپله مدرسه کې د ځینو داسې طالب زده کوونکو نومونه اخیستل چې اوس د طالبانو مشران دي. هغه د حقانيه دارالعلوم مشر دی او پلار یې د طالبانو د معنوي پلار په توګه یادیږي.

https://p.dw.com/p/3lMpL
Pakistan Leiter des Darul Uloom Haqqania Seminars Maulana Yousaf Shah
انځور: Arshad Arbab/dpa/picture alliance

د پاکستان په اکوړه خټک کوچني ښار کې د حقانیه دارالعلوم اوسنی مشر او د مولانا سمیع الحق زوی وايي چې د دوی له مدرسې فارغ شوي زیاتره طالبان اوس د طالبانو مشران دي او ویاړي چې دوی په افغانستان کې د نړۍ ستر زبر ځواکونه مات کړي دي. دغه مدرسه د «جهاد د پوهنتون» په نامه هم پیژندل کیږي.

د دغې مدرسې اوسني مشر پرته له دې چې ډیر فکر وکړي د طالبانو د یو شمیر داسې کسانو نومونه پر ژبه راوستل چې اوس په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي مهم غړي دي او د دوی إه مدرسه کې یې زده کړې کړي دي. مولانا یوسف شاه چې په پاکستان کې د یوه اغیزناکه مذهبي مشر په توګه پیژندل کیږي او کارپوهان یې مدرسې ته د «جهاد د پوهنتون» اصطلاح کاروي وویل: «روسیه د دارالعلوم حقانيه د مدرسې د فارغینو په لاس ټوټه شوه او امریکا هم دا دي بیرته تګ ته اماده شوې ده.» هغه زیاتوي چې موږ په دې کار ویاړو.

دغه مدرسه د پاکستان په اکوره خټک ښار کې چې د خیبر پښتونخوا د پیښور ښار په ۶۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري، د شاوخوا ۴۰۰۰ طالبانو کور دی چې پکې دوی ته په وړیا ډول خوراک، کالي او درس ورکول کیږي. له کلونو راهیسې دغه مدرسه د ډيرو پاکستانیانو او افغان مهاجرو د روزنې مرکز ګڼل کیږي، داسې زده کوونکي [طالبان] چې افغانستان ته په تګ سره یې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې او یا د امریکا پر وړاندې جګړه کړې او یا یې هم د جهاد تبلیغ کړی دی.

ځیني وختونه پر جنجالونو سربیره، د پاکستان حکومت د دغي مدرسې ملاتړ کوي. په پاکستان کې ځيني سیاسي کړۍ او ګوندونه تر ډیره پورې د دغه راز مذهبي ډلو د ملاتړ په درلودلو سره خپل پروګرامونه پرمخ بیايي.

Pakisten | Sami Ul Haq "Vater der Taliba" erschossen
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem

له طالبانو ملاتړ او د افغان حکومت پر ضد موقف؟

په روانه اونۍ کې د حقانيه دارالعلوم مشر مولانا یوسف شاه پر انترنت باندې د یوې خپرې شوې ویډیو له لارې په افغاستان کې د طالبانو له لوري د جګړې ملاتړ وکړ د افغانستان پر حکومت یې سختې نیوکې وکړې. نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال وکړې چې همدا اوس په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت استازي د سولې د بین الافغاني خبرو د پیل پر موضوع مذاکرات کوي او امریکا متحده ایالات هم له افغانستان د وتلو له پاره چمتو والی نیسي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي، په دې هکله د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د حقانیه په څیر دیني مدرسې افراطي جهاد زیږوي او زموږ هیواد ګواښي.» صدیقي د دغه راز مدرسو د بندولو غوښتنه هم وکړه. د افغانستان د حکومت یو شمیر مشران وايي چې د پاکستان له لوري د دغه راز مدرسو ملاتړ په دې معنی دی چې دغه هیواد د طالبانو ملاتړ کوي.

مولانا یوسف شاه د خپلې مدرسې له لوري د تاوتریخوالي د هڅونې او ملاتړ د موضوع د رد ترڅنګ د بهرنیو ځواکونو د ځپلو د حق ننګه او ملاتړ کوي. یوسف شاه وویل: «که چیرته په وسلو سمبال یو څوک ستاسې کور ته راشي او تاسې تهدید کړي... نو بیا به حتماً تاسې هم وسلې ته لاس کوئ.»

د طالبانو معنوي پلار او له طالبانو سره یې اړیکي

په اکوړه خټک کې د حقانیه دارالعلوم دغې دینې مدرسې پخوانی مشر مولانا سمیع الحق د طالبانو د بنسټ ایښودونکي ملاعمر ته هم لارښونې کړې او په دې توګه یې د «طالبانو د معنوي پلار» لقب خپل کړی وو. مولانا سمیع الحق په ۱۹۹۰مو کلونو کې واک ته د طالبانو د رسیدو پرمهال د طالبانو د ډلې په ملاتړ د وسلې د پورته کولو غږ هم وکړ.

په طالبانو پورې اړوند د حقاني د خطرناکې شبکې نوم هم له همدې مدرسې اخیستل شوی دی، هغه مدرسه چې د دې ډلې مشر پکې تدریس هم کړی او نورو مشرانو یې بیا په دې مدرسه کې زده کړو ته ادامه ورکړه. بل لوري ته په پاکستان کې ځيني افراطي کسانو چې بیا وروسته یې د پاکستان پر خلاف جګړه هم وکړه له همدې مدرسې سره اړیکې درلودې. په دې کسانو کې هغه ځانمرګی کس هم شامل دی چې د دې هیواد پخوانۍ لومړۍ وزیره بینظیر بوټو یې ووژله.

Pakisten | Sami Ul Haq "Vater der Taliba" erschossen
انځور: picture-alliance/dpa/ZUMAPRESS

د مایکل سمپل په نامه د چارو یو غربي کارپوه د دې مدرسې په اړه وايي: «حقانيه مدرسه د سني سخت دریځه او اغیزناکه مهمو دیني علماوو د شبکې زړه دی.» د هغه په وینا تمه داسې ده چې د افغان زده کوونکو [طالبانو] یوه ستره برخه د طالبانو په لیکو کې د مسئولیت قبلولو له پاره چمتو کیږي. سمپل هغه نظریې ردوي چې ګواکې دغه مدرسه د ترهګرو فابرکه ده چیرته چې دوی د جګړې زده کړې کوي او یا د دې راز ډلو په ستراتیژیکو پریکړو کې لاس لري.

د دې مدرسې فارغین ټینګار کوي چې دوی په حقانیه مدرسه کې پوځي روزنې نه ترلاسه کوي او په افغانستان کې په جګړه کې د ګډون له پاره هم نه لیږل کیږي خو دوی دا مني چې په مدرسه کې په آزاده توګه د جهاد پر موضوع بحث کیږي او په ځینو مواردو کې افغان ښوونکي په دې برخه کې ځانګړي لکچرونه هم ورکوي.

سردار علي حقاني، چې له حقانيه مدرسې څخه په ۲۰۰۹م کال کې فارغ شوی: «هر شاګرد [طالب] چې غواړي جهاد ته ولاړ شي کولای شي د رخصتیو پرمهال ولاړ شي.»

په پاکستان او افغانستان کې مدرسې له اوږدې مودې راهیسې د میلیونونو بې وزله ماشومانو له پاره د روزنې او پالنې مهم مرکزونه گڼل کيږي، داسې هیوادونه چې پکې ټولنیز خدمات له نشت سره برابر دي. په عین حال کې حکومتي چارواکي او فعالین پر مدرسو باندې د ډیرې تکیې په برخه کې خبرداری ورکوي او ادعا کوي چې په دغه راز مرکزونو کې د ماشومانو ذهنونه مینځل کیږي.

Pakistan Darul Uloom Haqqania Seminar
انځور: Abdul Majeed/AFP

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ چې ورباندې په دوامداره توګه د طالبانو د ملاتړ تورونه پورې کیږي دا مني چې مدرسې په سیمه کې بي سرنوشتي لا ډیروي. په ۲۰۱۷م کال کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه پوښتنه کړې وه چې آیا دوی [د مدرسو زده کوونکي] به دیني عالمان شي او که به ترهګر؟»

بل لوري ته د چارو ځيني کتونکي حیرانتیا څرګندوي چې په افغانستان کې د یاغیانو [طالبانو] بریا، به د دغو مدرسو له پاره په څه معنی وي او ویره لري چې په دې ډول به کابل ته یو ځل بیا د طالبانو ډله واک ته ورسیږي او په پایله کې به یې په پاکستان کې یو ځل بیا د تاوتریخوالي د پیښو څپې پیل شي.

AFP/KH/NZ

زموږ له آرشیف څخه:‌