1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

مولانا فضل الرحمن طالبانو ته: وسله والو پرضد ګام واخلئ

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ مرداد ۱۴, شنبه

د پاکستان د جمعیت العلما اسلام ګوند مشر وايي، طالبان دې د هغو وسله والو پرضد ګامونه واخلي چې پاکستان کې د بریدونو مسؤلیت اخلي. په دې وروستيو کې په باجوړ کې لږ تر لږه ۴۶ کسان په داسې يوه بريد کې ووژل شول.

https://p.dw.com/p/4Uo4h
د آرشیف انځور: د پاکستان د جمعیت العلما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن
د آرشیف انځور: د پاکستان د جمعیت العلما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمنانځور: AP

د پاکستان د جمعیت العلما اسلام ګوند مشر د جمعې په ورځ پېښور کې یوې قبایلي جرګې ته وویل، د پاکستان حکومت باید طالبانو سره د ترهګریزو بریدونو په تړاؤ مذاکرات وکړي.

مولانا فضل الرحمن وروسته له هغې له طالبانو په غوڅه توګه د وسله والو پرضد د ګام اخېستو غوښتنه کړې، چې څو ورځې وړاندې د پښتونخوا په باجوړ کې د جمعیت ګوند په یوه ټاکنیزه غونډه ځانمرګی برید وشو. په دغه برید کې لږ تر لږه د ۴۶ کسانو د وژل کېدو او تر ۲۰۰ ډېرو ټپې کېدو خبر ورکړل شوی.

باجوړ کې د پاکستان د جمعیت العلما اسلام ګوند په غونډه ځانمرګی برید
باجوړ کې د پاکستان د جمعیت العلما اسلام ګوند په غونډه ځانمرګی بریدانځور: Pakistan's Emergency Rescue 1122 Service/AFP

تردې وړاندې د پاکستان حکومت په وار وار تور لګولی چې ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو اړوند وسله وال افغانستان کې خوندې پټنځایونه لري او له هغه ځایه پاکستان کې بریدونه پلانوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول زرداري بوټو خو آن دا خبرداری هم ورکړی چې که چېرې طالبان د پاکستان پرضد د افغان خاورې د کارولو مخنیوي ونه شي کړای، دوی به هلته د پوځي عملیاتو حق ولري.

اړوند مطالب:د باجوړ بريد يوې ښځي تر سره کړی

مولانا فضل الرحمان د بوټو له دغه ګواښ یوه ورځ وروسته په پېښور کې خبریالانو ته وویل: «کله چې د حکومت خلک هلته ورغلي، نو دا خبره یې ورته واضحه کړې ده چې یا تاسو ورسره مذاکرات وکړئ، یا تاسو د هغوی خلاف قوت استعمال کړئ او یا یې بیا مونږ ته پرېږدئ.»

طالبانو په سملاسي توګه د مولانا فضل الرحمن خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تردې وړاندې یې افغان خاوره کې د پاکستان ضد د هرډول وسله والو شتون رد کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د پاکستان د امنیتي وضعیت په تړاؤ پر افغانستان د پاکستاني چارواکو تورونه بې ځایه دي.

مجاهد د اګست په دریمه نیټه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «که په دې اړوند کومه اندیښنه وجود ولري باید چې مخامخ له اسلامي امارت سره شریک کړل شي، نه دا چې په رسنیو کې بې ګټې ادعاوې کیږي او عامه ذهنیت مغشوشوي.»

د ترهګرۍ ضد پر تګلارې جوړولو ټینګار

مولانا فضل الرحمن ویلي، د افغانستان ټینګښت د پاکستان او د پاکستان ټینګښت د افغانستان په ګټه دی، نو ځکه اړینه ده چې دواړه هېوادونه دې «د ترهګری پرضد ګډه تګلاره» جوړه کړي.