1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه ماسک چي په کرونا باندي اخته کیدل معلوموي

۱۴۰۰ تیر ۱۱, جمعه

کارپوهانو داسي یو ماسک جوړ کړی چي په یوه سنسور سره کولای سي د یوه انسان په تنفس کي د کرونا ویروس تشخیص کړي. دغه ماسک په ډېر لنډ وخت کي داسي ارقام وړاندي کوي چي په لابراتوار کي د کرونا د تشخیص په اندازه دقیق دي.

https://p.dw.com/p/3vv8p
Gesichtsmaske erkennt Covid-19 Infektion
انځور: Felice Frankel and MIT News Office

د امریکايي کارپوهانو یوې ډلې په هاروارد پوهنتون کي له کرونا سره د مقابلې له پاره داسي یو ماسک جوړ کړی دی چي کولای سي په کووید ۱۹ باندي د یوه کس اخته کیدل تشخیص کړي. د دغي ډلي د پلټني نتیجه د نیچر علمي مجلې په تر ټولو تازه ګڼه کي خپره سوې ده.

دغه ماسک په یوه سنسور باندي مجهز دی چي د ماسک لرونکي کس په تنفس کي د کرونا ویروس موجودیت تشخیصولای سي.

دغه سنسور د ماسک په تارونو کي نصب سوی او د هغو ویروسونو جینیتیکي اطلاعات چي د تنفس، خبرو کولو او یا هم ټوخي پر وخت د ماسک په داخلي سطحه کي راجمع کیږي، سره راټولوي. وروسته بیا یو ځانگړی آنزیم او د کیمیاوي موادو یو ډول د راټولو سوو جینیتیکي ارقامو او یوې مخصوصي مادې په فعالولو سره، د کرونا ویروس تشخیص ته زمینه برابروي. په ماسک کي د ویروس د موجودیت په صورت کي، هغه ځانگړې ماده رنگه کیږي.

د نیچر په رپوټ کي راغلي دي چي د دغه جوړ سوي ماسک په مرسته د تشخیص دقیق والی، په لابراتوار کي د پي سي آر د تست په اندازه دی، خو د ماسک تشخيص چټک دی.

له جوړ سوي ماسک څخه باید اول ۳۰ دقیقې په عادي ډول استفاده وسي او وروسته تر هغه پکښي یوې دکمې ته فشار ورکول کیږي تر څو هغه مایع چي په ماسک کي نصب سوې د هغه په سطح باندي خپره کړي. د تنفس تودوخه بالاخره له دغي مادې سره د لازمو کیمیاوي غبرگونونو سبب کیږي.

د هاروارد پوهنتون کارپوهان وايي چي په انساجو کي د سنسورونو د نصبولو دغه طریقه او خپاره سوي مواد کیدای سي، د ویروسونو، باکتریاوو او حتی زهریاتو د تشخیص له پاره هم وکارول سي.

داچي دغه سنسورونه به په عادي ورځني ژوند او له لابراتوار څخه دباندي هم د لابراتوار د دنني په شان په ښه ډول کار ورکړي، لا یې په اړه نوري پلټني او بحثونه روان دي.

GP/NZ/DW.Farsi