1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسرائيل کي د نړۍ تر ټولو قيمتي ماسک جوړ سو

۱۳۹۹ آبان ۲۸, چهارشنبه

د جواهراتو يوه اسرائيلي شرکت، د يوه چينايي سوداګر په فرمايش تر ټولو «قيمتي» ماسک جوړ کړی دی. دغه طلايي ماسک چي الماس پکښي کارول سوي، څه د پاسه يو ميليون يورو ارزښت لري.

https://p.dw.com/p/3lUza
Coronavirus - Luxus-Maske in Israel
انځور: picture-alliance/dpa/AP/S. Scheiner

د يوول په نامه د جواهراتو د جوړولو يوه شرکت، د چينايي ميليونر په فرمايش تر ټولو ګران محافظتي ماسک جوړ کړی دی. نوموړي ماسک په بيت المقدس کي د موتسا په سيمه کي جوړ سوی دی.

دغه لوکس ماسک له ۲۵۰ ګرامه ۱۸ قراطه سرو زرو څخه جوړ سوی چي په ۳۶۰۸ تورو او سپينو قيمتي غميو تزيين سوی دی. ددغه ماسک بيه يو ميليون او ۳۰۰ زره يورو ته رسيږي.

هغه څوک چي دغه ماسک اغوندي، کولای سي د N99 په نامه معمولي ماسک، په هغه کي له جوړ سوي سوري څخه تير کړي او په دې ډول ورڅخه استفاده وکړي.

په امريکا کي يوه ميشت چينايي سوداګر د نوموړي ماسک فرمايش ورکړی وو.

د يوول په نامه د جواهراتو د جوړولو شرکت بڼسټ ايښودونکي، اسحق لوي په دې اړه ويلي چي دغه ماسک په عين حال کي چي حفاظتي نقش لوبوي، يو هنري اثر هم شميرل کيږي.