1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انسان پر مغز او بدن د چرسو اغیزې

۱۳۹۹ آذر ۱۸, سه‌شنبه

چرس، ماريوانا، ګراس او داسې نور له يوه بوټي څخه ترلاسه کيدونکي نشه يي توکي دي. خو پوښتنه داده چې دغه مخدره مواد د انسان پر مغز او بدن څه اغیز لري؟

https://p.dw.com/p/3mPcJ
Mann raucht Marijuana
انځور: picture-alliance/dpa/empics/D. Dyck

د بنګو له بوټي څخه ماريوانا، چرس، ګراس، پوټ او د ډوپ په نامه نشه يي توکي جوړيږي. دا مواد څښل کيږي، خوړل کيږي، څکول کيږي او يا بوی کيږي. ډير خلک په ځانګړي توګه ځوانان چرس د ساتيرۍ له پاره کاروي خو ډېر ډاکتران یې په ځانګړي طبي حالت او د علايمو درلودو پر وخت د کارولو لارښوونه کوي.

د عيش له پاره

د خوند او عيش له پاره ډير خلک د «پوټ» په نوم نشه يي مواد کاروي. په دې کې موجود د ټي ايچ سي په نامه مواد د مغزو هغه برخه فعالوي چې د خوړو، خوښۍ او جنسي اړيکو سره تړاو لري.

د دې موادو په کارولو سره بدن د ډوپامين په نوم کيمياوي مواد خارجوي چې د هوساينې احساس رامنځته کوي. که سړی چرس وڅکي نو د ټي ايچ سي موادو په وينه کې تر شاملیدو وروسته په څو ثانيو يا دقيقو کې نشه کيږي. دا د عيش او خوښۍ حالت په نيم ساعت کې خپل اوج ته رسيږي او تاثير له يوه تر دريو ساعتو پورې پاتيږي. که څوک پوټ کاروي نو ښايي څو ساعته نشه واوسي.

مغز ته د زيان رسیدو خطر

د ماريوانا د کارولو تجربه په هر چا ښه نه تيريږي. دا سړی په ويره او تشويش اخته کولی شي. د پوټ کارول د ژور خفګان خطر زياتوي او که سړی لا دمخه په کومه رواني ناروغۍ اخته وي نو د دې کارول یې وضعيت لا پسې خرابولی شي.

ساينس پوهان تر اوسه د دې د اصلي علت په اړه ډېر معلومات نه لري. کارپوهان وایي چې د چرسو ډېر مقدار سړی د ويرې په ناروغۍ اخته کولی شي او په دې توګه سړی د حقيقي ژوندانه څخه جلا کيږي.

د فکر کولو د وړتيا زيانمنېدل

د چرسو کارول د پريکړې پر وړتيا او حس اغيز کولی شي. د دې په کارولو سره ښايي د انسان ديد زيات شي يعني کولی شي رنګونه نور شوخ يا تيره وويني او غږونه هم لوړ واوري خو سړی د وخت په اړه حس له لاسه ورکولی شي. پر دې سربيره په سملاسي توګه د پريکړې کولو وړتيا هم ښايي اغیزمنه شي معنا دا چې د نشې په حالت کې د موټر چلول ډېر خطرناک تمامیږي.

د معتاد کيدو خطر

د کارپوهانو په حواله له هرو لسو څخه یو تن په چرسو معتادیدلی شي. يعني سړی هغه حالت ته رسیدلی شي چې که ژوند، اړيکي، کار، روغتيا او ټوله شتمني له منځه هم ځي خو هغه نه شي کولی له دې نشې لاس پر سر شي. د کارپوهانو په حواله څوک چې په کم سن کې په چرسو پيل وکړي د هغوی د معتاد کيدو خطر ډېر لوړ وي.

د تمرکز وړتيا له منځه تلل

د چرسو کارول د انسان د تمرکز قوه له منځه وړلی شي یعني سړی پر يوه شي بشپړ تمرکز نه شي کولی. له همدې وجې د زده کړې او د ياد ساتلو وړتيا اغیزمنيدلی شي. د کارپوهانو په حواله دا په دې پورې اړه لري چې سړی دغه نشه يي توکی په څومره مقدار کې کاروي او دا چې په کوم سن کې یې په لوړ مقدار کې د دې په کارول پيل کړی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب