1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جوزجان کې يو تن د ۱۳۰ ښځو د پلورلو په تور نيول شوی

۱۴۰۰ آبان ۲۵, سه‌شنبه

طالبانو د افغانستان په شمال کې يو سړی د ډېرو ښځو د پلورولو په تور نيولی دی. چارواکو ويلي دي چې دغه سړي به ښځې دوکه کولې چې ګواکې هغوی يوه شتمن کس ته ودوي او بيا یې پلورلې.

https://p.dw.com/p/434DK
Afghanistan Frau Burka
انځور: Adek Berry/AFP/GettyImages

د جوزجان ولايت د طالبانو د پوليسو مشر دادالله سراج خبريالانو ته وويل چې دغه کس د دوشنبې په ورځ ناوخته په دغه ولايت کې نيول شوی دی.

نوموړي وويل: «موږ تر اوسه لا پلټني بشپړې کړي نه دي او هيله لرو چې  لږ وروسته به د دې قضيې د جزياتو په اړه ډېر معلومات ولرو.»

په جوزجان کې د پوليسو يوه بل چارواکي محمد سردار مبارز د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې تورن کس به بې وزله ښځې په نخښه کولې او ژمنه به یې ورسره کوله چې د هغوی د ژوند وضعيت به ښه کړي.

هغوی به په دې پلمه چې يو شتمن سړي ته یې ودوي، بل ولايت ته انتقاليدلې او بيا به هلته پلورل کیدلې.

پر نيول شوي کس تور دی چې له دې لارې یې څه نا څه ۱۳۰ ښځې پلورلي دي. دا ډول جنایتونه، خيش خوري او فساد په افغانستان کې نوي نه دي، خو مخ پر ډيريدونکي بې وزلي د طالبانو د حکومت د مشروعيت ادعا کمزورې کوي.

له هغه وخت راهيسي چې طالبان واک ته رسېدلي دي، دغه ډله هڅه کوي چې په سترو ښارونو کې د جنايي جرمونو لکه غلاو او تښتونې مخه ونيسي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له خوا د سه شنبې په ورځ  ويل شوي چې ۶۰ کسان چې د پاسپورت رياست کارکوونکي هم پکې شامل دي، نيول شوي دي. د پاسپورت رياست کارکوونکي د پاسپورت د اخیستو له پاره په اسنادو کې د لاس وهنې په تور نيول شوي دي.

وزارت ويلي دي چې په کابل کې یې د پاسپورت ويش په موقتي توګه بند کړی دی.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: