1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياپاکستان

شديده آب و هوا په پاکستان کې د ملاريا د زياتيدو باعث شوې

۱۴۰۲ اردیبهشت ۵, سه‌شنبه

په پاکستان او ملاوي کې شديد اقليمي ناورينونه د ملاريا پېښو او له دې کبله په مړينو کې د «ډېر زياتوالي» باعث شوي دي. نن د اپريل ۲۵مه نيټه د ملاريا د نړيوالې ورځې په توگه ټاکل شوې ده. په افغانستان کې وضعیت څه ډول دی؟

https://p.dw.com/p/4QWY3
پاکستان په ۲۰۲۲م کال کې سختو سېلابونو ځپلی وو
پاکستان په ۲۰۲۲م کال کې سختو سېلابونو ځپلی ووانځور: Yasir Rajput/REUTERS

د روغتيا د نړيوال سازمان (ډبليو ايچ او) په حواله په پاکستان کې په تېر کال کې تر ويجاړونکو سېلابونو وروسته چې د دغه هېواد يو په درېمه برخه یې لاندې کړې وه، د ملاريا پېښې څلور چنده ډېرې شوي او ۱،۶ میليون ته رسېدلي دي.

د ايدز، توبرکلوز او ملاريا پر ضد د مبارزې د نړيوالې روغتيا صندوق مشر پيتر سېندس د فرانسې خبري آژانس سره د اپريل د ۲۵مې نيټې په مناسبت په يوه مرکه کې وويل چې په ملاوي کې په مارچ مياشت کې د «فريدي» په نوم سايکلون يا ګردبادونه (بړبوړکۍ) د دې باعث شول چې د شپږو میاشتو د مودې باران يوازې په شپږو ورځو کې و اوريږي. د نوموړي په خبره دا څه هلته هم د ملاريا د پېښو د ډېريدو باعث شول.

اړونده موضوع: تر سیلابونو وروسته پر پاکستان باندي د ناروغیو یوه څپه راغلې

نوموړي زياته کړه: «هغه څه چې موږ د پاکستان او ملاوي په څېر سيمو کې وليدل، د هغه اغیزې څرگند ثبوت دی چې د اقليم بدلون یې پر ملاريا لري.»

سېندس په خپلو خبرو کې زياته کړه: «موږ د اب و هوا د دې شديدو پېښو سره مخامخ يو، که هغه په پاکستان کې سېلابونه او که په ملاوي کې گردباد يا بوړبړکۍ وي، چې له کبله یې په سيمه کې په ډېر مقدار ولاړې اوبه پر ځای پاتې کيږي.»

هغه د ملاريا د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپلو خبرو کې زياته کړه: «موږ په دې دواړو سيمو کې د ملاريا او همدا راز د ملاريا له کبله د مړينې په پېښو کې ډېر زياتوالی مشاهده کړ.»

سېندس وويل چې په عمومي توگه د ملاريا نړيواله ورځ يو فرصت دی چې «شوی پرمختگ ولمانځل شي.» نوموړي زياته کړه چې د اقليمي بدلون له کبله د اب و هوا د ناورينونه دراماتيک ډيروالی د دې اړتيا روښانه کوي چې اوس «بايد په دې برخه کې پرمختگ وشي.»

هغه وويل: «که چېرې ملاريا د اقليم د بدلون له کبله لا پسې ډېريږي نو موږ دې ته اړتيا لرو چې اوس یې د پر شا تمبولو ته لاس په کار شو دا چې چیرته یې له منځه وړلی شو.»

په ملاوي او پاکستان دواړو هېوادونو کې د سېلابونو د اوبو تر ښکته کيدو وروسته د ولاړو اوبو ډنډونه رامنځته شوي چې د ملاريا خپرونکو ماشو د ودې له پاره ډېر مناسب ځايونه دي.

سېندس وويل چې له ملاريا سره د مبارزې په برخه کې يو څه پرمختګ شوی دی خو ټینگار یې وکړ چې سره له دې هم په هره دقیقه کې يو ماشوم د ملاريا له کبله ژوند له لاسه ورکوي.

د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله په ۲۰۲۱م کال کې په ټوله نړۍ کې د ملاريا کابو ۲۴۷ میليونه پېښې اټکل شوې وې. همدا راز د اټکلونو پر اساس د ملاريا کې له کبله په دغه کال کې ۶۱۹ رزو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. 

اړونده موضوع: د ملاریا له پاره د نوي واکسین ازموینه

په دې منځ کې د ملاريا د واکسين په برخه کې ساينسي پرمختگونه هم ليدل شوي او په گانا، کينيا او ملاوي کې تېر کال تر يو ميليون ډېرو ماشومانو ته د آر ټي اس، اس (RTS, S)  واکسين چې د بريتانیې د درملو ستر شرکت جي اس کې له خوا جوړ شوی وو، ورکړل شو.

بل واکسين آر ۲۱/ ماتريکس – ايم (R21/Matrix-M) چې د بريتانیې د آکسفورد پوهنتون له خوا جوړ شوی وو، هم روانه میاشت په گانا کې د کاريدو جواز ترلاسه کړ. دا لومړی ځل دی چې د دې واکسین کارولو ته اجازه ورکول کیږي.

خو د گلوبل هيلت يا نړيوالې روغتيا د صندوق اجرائيوي مشر وايي چې دې واکسين ته بايد د دې پيچلې ستونزې د حل په توګه ونه کتل شي.

د هغه په خبره واکسين د دې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د واکسيونو د لوړو بيو، واکسيناسيون او په پراخه کچه د عرضه کولو په برخه کې د ستونزو له کبله د ناروغۍ د عمومي تشخيص او درملنې د زيربنا په پرتله لږه وړتيا لري.

افغانستان

د پاکستان او ملاوي ترڅنګ افغانستان هغه درېم هېواد دی چې د ملاريا پېښې پکې ډیرې دي. د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله د افغانستان کابو ۱۲۳ ولسوالۍ د ملاريا د لوړ خطر او د ۲۱۳ یې د ټيټې کچې له خطر سره مخامخي دي.

د هېواد ختيځه برخه په تېره بيا ډېره اغیزمن ده او ډېرې پېښې په ننگرهار، لغمان، کونړ، نورستان، خوست او پکتيکا ولایتونو کې ثبتيږي.

زموږ له آرشيف څخه: