1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منځني ختيځ ته د استين د سفر موخه، د ايران ګواښونه دي

۱۴۰۱ اسفند ۱۵, دوشنبه

د امریکا دفاع وزیر لوید استین، منځني ختیځ ته د خپل سفر په لړ کې اردن، اسرائیل او مصر ته ځي. د اردون پاچا عبدالله د سوریې په پوله کې د ایران ملاتړو ملیشتو د شتون او مخدره موادو د قاچاق په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

https://p.dw.com/p/4OI3z
Jordanien | König Abdullah II und Lloyd Austin in Amman
انځور: Jordanian Royal Palace/REUTERS

د امریکا دفاع وزارت مخکې اعلان کړی و، چې اردن، مصر او اسرائیل ته د لوید استین سفر موخه د امریکا له متحدینو سره د «ایران زیاتیدونکو ګواښونو» په مقابل کې د ملاتړ څرګندول دي.

رویټرز خبري اژانس د پنټاګون له قوله ویلي، چې په دې تهدیدونو کې د ایران له لورې «د وسلو لیږل، د نیاتبي ډلو روزنه او مالي ملاتړ» شامل دي.

 

د امریکا دفاع وزیر به دغه راز د دوشنبې په ورځ اسرائیل ته د خپل سفر په ترڅ کې له اسرائيل له چارواکو سره به د اردن سيند په لوېدیځه غاړه کې د مخ پر زیاتېدونکي کړکېچ په اړه هم خبرې وکړي.

اړوند مطلب: بلنکن د ایران اتومي پروګرام پر وړاندې د پوځي اقدام امکان نه ردوي

د امریکا دفاع وزیر د منځني ختیځ سفر د یکشنبې په ورځ د اردن په پلازمېنه عمان کې د دغه هيواد پاچا ملک عبدالله سره له لیدنې پیل کړ.

له دې ځايه زموږ فيسبوک پاڼې ته سر ورښکاره کولای شئ: https://www.facebook.com/dw.pashto

د اردن پاچا د امریکا له دفاع وزیر سره په خبرو کې ویلي چې هېواد یې له سوریې سره په پوله کې د مخدره موادو له قاچاق سره د مبارزې له پاره مرستې ته اړتیا لري.

اردن اعلان کړی دی چې د ایران له ملاتړ برخمنې ملیشې له سوریې څخه دغه هيواد ته د مخدره موادو اصلي عامل دي. اردن له سوریې سره څه باندې ۳۷۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

اړوند مطلب: امریکا: په بیت المقدس کې فلسطینيانو ته خپله قونسلګري پرانیزو؛ اسرائيل: موږ يې نه منو

د اردن پوځ تېره میاشت اعلان وکړ، چې له سوریې سره په ګډه پوله کې یې د عملیاتو پرمهال د مخدره موادو څلور قاچاقبر وژلي. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ويلي، چې په وژل شویو کې یو کس یې د لبنان له حزب الله ډلې سره تړاو درلود، چې په څه باندې ۵۵ عملیاتو کې یې برخه لرله.

د خبري اژانس د سرچینو په حواله، د لبنان د حزب الله او د سوریې پوځ د څلورمې فرقې اړوند کسان د سوریې د ولسمشر د ورور مهر اسد تر قوماندې لاندې دي او د لبنان درعا او سویدا ولایتونو ته د مخدره موادو د لېږد مسؤل دي، چیرته چې له دې ځایه اردن او نورو عربي هيوادونو ته لیږل کیږي.

تر اوسه میلیونونه کیپټاګون ټابلېټونه په اردن، سعودي عربستان او لبنان کې پیدا او نیول شوې دي.

د بشارالاسد دولت بډایه عربي هيوادونو ته د مخدره موادو په تولید او قاچاق کې لاس لرل رد کړي دي.

دویچه ویله، ف ظ، ن ز