1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په نړۍ کې له ژوندي کس څخه ناروغ ته د سږو لومړی پيوند

۱۴۰۰ فروردین ۲۵, چهارشنبه

يوې جاپانۍ ميرمنې چې د کرونا ناروغۍ له کبله يې سږو سخت زيان ليدلی د لومړي ځل له پاره د ژوندي انسان د سږو پيوند تر لاسه کړ. داکټران وايي چې دا په خپل ډول کې په نړۍ کې لومړی جراحي عملیات دی.

https://p.dw.com/p/3s0Kk
Röntgenbild Lungentransplantation Japan Kyoto Uniklinik
انځور: ASSOCIATED PRESS/picture alliance

د جاپان کيوتو پوهنتون روغتون يوې ښځې ته د سږو د کامياب پيوند څخه خبر ورکړی. د ناروغي ښځې روغتيايي وضعيت ښه ښودل شوی دی.

د سي ان ان د رپوټ په حواله، دغه روغتون ويلي دي چې دغه ښځه په کرونا ناروغۍ اخته شوې وه چې له امله يې د هغې سږو ته سخت زیان اوښتی وو.

په رپوټ کې راغلي دي چې دغې ښځې ته يې خپل خاوند او زوی د خپلو سږو برخې ورکړي دي. زیاته شوې چې دغه عملیات چې ۳۰ داکټرانو پکې ګډون کړی وو ۱۱ ساعته يې دوام وکړ.

د کیوتو روغتون ويلي دي چې دغه ناروغه ښځه چې د جاپان د لويديځ کانساي څخه ده، تيرکال په کرونا ناروغۍ اخته شوې وه چې مياشتې مياشتې د مصنوعي تنفس له دستګاه سره وصل وه.

د دغې ناروغي ميرمن خاوند او زوی وروسته له هغې چې پوه شول د هغې سږي نور لازم فعالیت نه شي کولی د خپلو سږو د برخو د ورکړې وړانديز ېې وکړ.

د ښځې د خاوند او زوی روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوي دی او زیاته شوي چې ناروغه ښځه اوس تر ځانکړي مراقبت لاندې ده چې تر شاوخوا دوو میاشتو پورې به له روغتونه رخصت شي.

د ياد روغتون د سينې د قفسې جراح داکتر، هيروشي ديت چې د دغه عملیات مشري ېې پر غاړه درلوده وويل، دغه عملیات د هغو ناروغانو درملنې ته هيلې ډیرې کړي دي چې د کرونا ناروغۍ له کبله يې سږو شدید زیانونه لیدلي دي.

هغه په يوه خبري کنفرانس کې وويل: «موږ وښوده چې اوس د سږو د پيوند له پاره [د ژونديو مرسته کوونکو] انتخاب هم لرو.»

د امريکا متحده ايالاتو په ګډون په ټوله نړۍ کې د ناروغانو د ژغورنې له پاره د سږو له عملیات څخه استفاده کيږي، خو د کيوتو روغتون په خبره چې دا لومړی ځل دی چې د کرونا په ناروغۍ اخته یو ناروغ ته د ژوندي انسان د سږو برخې ورکول کیږي.

د روغتون په اعلاميه کې راغلي دي چې د مغزي سکتې په نتيجه کې د مړه شوو کسانو پيوند لا تر اوسه درست نه دی، خو د ژونديو کسانو پيوند ښه انتخاب دی.

دویچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.