1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

بادغیس: د ماین په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي

۱۴۰۰ خرداد ۱۶, یکشنبه

د افغانستان په شمال کې په ځمکه کې ښخ شوي ماین د چاودنې په پايله کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي دي. د بادغیس ولایت د سیمه ایز حکومت په حواله په وژل شویو کې درې تنه ماشومان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/3uU7k
Afghanistan Explosion in Kabul
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د بادغیس والي حسام الدین شمس د شنبې په ورځ (د جون میاشتې ۶ نیټه) وویل چې دغه کسان ټول په یوه موټر کې د حرکت په حال کې وو چې موټر یې د سړک د غاړې پر ماین ور برابر شوی او چاودنه رامنځته شوې ده.

حکومت د دې کار پړه پر طالبانو ور اچوي، خو تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی. چاودنه څو ساعته مخکې تر دې چې په قطر کې د لوړپوړو طالب چارواکو او ملګرو ملتونو د استازو ترمنځ لیدنه کتنه ترسره شي رامنځته شوې ده.

طالبان د دوی په خبره په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کوي. د دغې ډلې پلاوي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ټولو کارکوونکو او نورو دیپلوماتانو د خونديتوب ضمانت ورکړی دی.

خو د افغان حکومت استازي بیا پر طالبانو تور لګوي چې دغه ډله د حکومتي ځواکونو او ملګي وګړو پر وړاندې په پراخه پيمانه تاوتریخوالي او تشدد کولو سره غواړي ډیر شمیر ولایتونه په بشپړ ډول تر خپل کنترول لاندې راولي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص