1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: د انفلاسیون سره مبارزه به ډیره دوام وکړي

۱۴۰۱ بهمن ۱۶, یکشنبه

د جرمني د یوه ایالتي ستر بانک د رییس په نظر، په جرمني کي د انفلاسیون سره مبارزه به ډیر وخت دوام وکړي.

https://p.dw.com/p/4N7LP
Deutschland Banken LBBW Ermittlungen Logo
انځور: AP

د دغه بانک رییس، راینر نېسکه پرون شنبه د شتوت گارټ ایالت دوو ورځپاڼو ته ویلي دي، چي  انفلاسیون به راکښته سي، خو سوال دا دی، چي هغه به بیرته د دوه فیصده حالت پر خوا حرکت وکړي او که څنگه؟ په خبره یې «دغه مبارزه به ډیره دوام وکړي او زه امیدواره یم، چي د اروپا مرکزي بانک به وکولای سي، ترهغه پورې مقاومت وکړي». 
په اوس وخت کي هغه د انفلاسیون د لوړیدو ډیر تمایلات ویني: د امریکا متحده ایالاتو او چین اقتصادي روابط مشکل دي، ځکه نو شرکتونه باید په چین کي د خپلو کارونو پر ادامې باندي غور وکړي. «که یې په نورو ملکونو او ځایونو کي تولید کړی، ورته به په ډیرو حالاتو کي گران تمام سي». 
د مسلکي کسانو او کارگرانو کمبود هم د انفلاسیون لوړیدو ته لمن وهي. ځکه به یې په نظر د انفلاسیون سره مبارزه ډیره دوام وکړي.