1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په کندز کې ۱۶ امنيتي ځواکونه وژلي دي

۱۳۹۹ بهمن ۱۷, جمعه

طالبانو د افغانستان په شمالي ولایت کندز کې لږ تر لږه ۱۶ امنيتي ځواکونه وژلي دي. دغه خبره افغان چارواکو د جمعې په ورځ کړې ده.

https://p.dw.com/p/3ov1T
Afghanistan Croronavirus Taliban
آرشيفانځور: Getty Images/AFP

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، د کندز د ولایتي شورا دوو غړو ويلي دي چې دوه تنه نور امنيتي ځواکونه ژوندي نيول شوي دي.
د ولايتي شورا د غړو په خبره، د طالبانو دغه بريد د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې بيګا نيمه شپه د امنيتي ځواکونو پر پوسته باندې ترسره شوی دی. 
سرچينه زياتوي چې د درې ساعته جګړې په جريان کې تر جګړې لاندې نيول شوو ځواکونو ته کمکي قوا ونه رسيده چې په پایله کې ېې طالبان په دې وتوانيدل دغه امنيتي پوسته ونیسي او ټولې وسلې او تجهيزات يې له ځانه سره ويسي.
د افغانستان په مختلفو برخو کې د حکومت او طالبانو تر منځ جګړې په داسې حال کې لا هم ادامه لري چې په قطر هیواد کې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ د سپتامبر میاشتې له نيمايي راهيسې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ مذاکرات هم پيل شوي دي.
 دغه مذاکرات په داسي حال کي په ټپه ولاړ دي چې په واشنګټن کې د جو بايدن نوې ادارې په کار پېل کړی دی او وايي دوی به د امريکا او طالبانو تر منځ پر شوي تړون له سره کتنه کوي.
په عين وخت کې د طالبانو مشرانو ایران او ماسکو ته سفرونه درلودلي دي، چې موخه يې پر افغان سوله خبرې اترې ښودل کيږي.
امريکا متحده ايالاتو د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې طالبانو سره يو تړون لاسليک کړ چې له مخې يې په افغانستان کې ميشت د ناټو سازمان ټول ځواکونه په تدريجي ډول له افغانستان څخه وځي. په مقابل کې يې طالبان ژمن شول چې تاوتريخوالی به کموي او افغان حکومت سره به د سولې مذاکرات پیلوي. 
dpa hes cvp/mks/sm