1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا محکمه په کندوز کي د ناټو د حملې په باب پرېکړه کوي

۱۳۹۹ بهمن ۲۸, سه‌شنبه

د اروپا د بشري حقوقو محکمه نن سې شنبه د جرمني پر ضد د عبدالحنان ددعوې په باب فیصله کوي، چي په ۲۰۰۹م کال یې د الماني ډګروال په امر د ناټو په هوايي بمبار کي دوه زامن ووژل سول.

https://p.dw.com/p/3pPbE
Flash-Galerie Bundeswehr-Einsätze 2010
انځور: AP

د الماني ډګروال، ګیورګ کلاین په امر د تیلو پر دوو ټانکرونو باندي د ناټو په خونړۍ حمله کي په لسونو ملکي کسان ووژل سول، چي دوه یې د عبدالحنان زامن وه.

هغه پر جرمني باندي د اروپا د بشري حقوقو کنوانسیون له دوهمي او دریمي مادې څخه د سرغړوني تور لګولی او په شتراسبورګ کي یې د اروپا د بشري حقوقو په محکمه کي د جرمني پرضد دعوه کړې ده.

که د اروپا دغه محکمه د حنان دعوه ومني او هغه حق په جانبه وبولي، نو نن به دغه ۴۵ کلن پلار ۳۰۰۰۰ یورو جبران خساره تر لاسه کړي.

په دې ارتباط تر دې دمخه د جرمني په محکمو کي د حنان او نورو افغانانو دعوې رد سوي وې. خو د جرمني د حکومت په حواله هیواد یې د «بشري دلایلو» پر اساس هر یوه ته ۵۰۰۰ ډالره ورکړي دي.

باید وویل سي چي الماني پوځ تر دغي حملي پوري ۸ کاله په کندوز کي فعالیت کاوه، تر هغو پوري چي دغه خونړۍ پيښه رامنځته سوه. ډګروال کلاین ګومان کاوه چي د الماني پوځ د اډې سره نژدې د طالبانو لخوا د تیلو دوه تښتول سوي ټانکرونو څخه به د بمونو په شان استفاده وسي او ددوی پر اډې باندي به استعمال سي.

وروسته  دوو امریکايي جنګي الوتکو پر ټانکرونو باندي د بريد غوښتنه عملي کړه، چي که څه هم د هغو په شاوخوا کي ډیر ملکي کسان راټول سوي وه.

د قربانیانو په باب په اول سر کي مختلف ارقام موجود ول او تر اوسه پوري هم واضح نه ده چي په دغه هوايي حمله کي دقیقاً څومره کسان وژل سوي دي.

رسمآ د ۹۱ وژل سوو او ۱۱ ټپیانو خبره کیږي، خو بې طرفه څېړني بیا ښيي چي په دغه بريد کي ۱۴۲ کسان وژل سوي او په لسونو نور ټپيان سوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب