1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان پناه غوښتونکو د اخراج ځنډیدل او د یوه مهاجر محکومیدل

۱۴۰۰ تیر ۲۶, شنبه

په هالنډ کې یو سوریایي مهاجر د جنګي جنایت په جرم په ۲۰ کاله بند محکوم شوی او سویډن بیا د افغان رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج بهیر بند کړی دی.

https://p.dw.com/p/3wcKp
Niederlande Den Haag | ICC | Internationaler Strafgerichtshof
انځور: Everett Collection/picture alliance

د هالنډ یوې محکمې د لومړي ځل له پاره یو تن چې د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال په جنګي جنایت تورن و محکوم کړی دی. محکمې دغه ۴۹ کلن کس د سوریې د حکومتي ځواکونو د یوه سرتیري په قتل کې د لاس درلودلو په جرم په ۲۰ کاله بند محکوم کړی دی.

د ډنهاګ محکمې ۴۹ کلن احمد ال ک په ۲۰۱۲م کال کې د سوریایي ځواکونو د یوه تسلیم شوي عسکر د وژلو په قضیه کې پړ بللی او په ۲۰ کاله بند یې محکوم کړی دی.

د هالنډي رسنیو په حواله احمد ال ک د جرم د ترسره کولو پر مهال د سوریی په الموحسن سیمه کې د یوې کوچنۍ یاغي ډلې قوماندان وو. محکمې ثابته کړه ده چې نوموړي پخپل لاس دغه سرتیری په ډزو ویشتلی او وژلی دی.

احمد ال ک چې مخکې تر دې یې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد تر رهبرۍ لاندې پوځ کې دنده ترسره کړې وه، وروسته له پوځ څخه وتلی و او بیا یې د جبهت النصر ملیشه و سره په ارتباط کې د (ان او اس) ډله رهبري کوله.

لوی څارنوالۍ دغه کس ته د ۲۷ کاله بند سزا غوښتنه کړې ده، ځکه نوموړی د یوه «ترهګري سازمان» د مشر په توګه طبقه بندی شوی دی.

احمد ال ک په ۲۰۱۳م کال کې هالنډ ته تښتیدلی و او په ۲۰۱۹م کال کې د دغه هیواد په سویل لویدیځ زیلاند ایالت کې، چیرې چې هغه له خپلې ښځې او ماشومانو سره اوسیده نیول شوی و.

سویډن د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د اخراج بهیر درولی دی

په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو د زیاتیدو په دلیل د سویډن حکومت اعلان کړی دی چې د افغان پناه غوښتونکو اخراج یې تر راتلونکې اطلاع پورې ځنډولی دی.

Schweden Abschiebung von Asylsuchenden
شاوخوا ۷۰۰۰ افغان پناه غوښتونکي په سویډن کې د اخراج له خطر سره مخامخ ديانځور: picture-alliance/dpa/J. Nilsson

د سویډن د مهاجرت ادرې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان په مختلفو برخو کې د طالبانو واک ته رسیدو له امله یي د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د اخراج بهیر درولی دی.

نوموړي ادارې ویلي دي چې د افغانستان امنیتي وضعیت چې مخکې تر دې هم خراب شوی و، په دې وروستیو کې لاپسې خراب شوی او طالبانو ډیر شمیر سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي.


شاوخوا ۷۰۰۰ رد شوي افغان پناه غوښتونکي په سویډن کې ژوند کوي او د بیرته ستنیدو له خطر سره مخامخ دي. خو د کرونا وبا د ډیري مودې راهیسې افغانستان ته د دغو پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو بهیر ستونزمن کړی دی.

نوموړي ادارې ویلي دي چې تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د اخراج بندیدو دغه امر به تر کومې مودې پورې اعتبار ولري، کله چې وضعیت ثبات پيدا کړي هغه افغان پناه غوښتونکي چې د اخراجیدو امر یې صادر شوی دی باید بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. 

مخکې تر دې فنلنډ هم اعلان کړی وو چې د افغان پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو بهیر یې په مؤقت ډول ځنډولی دی.