1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزادياروپا

د يوې خور د وژني په تور دوو وروڼو ته د سزا حکم صادریږي

۱۴۰۱ دی ۱۳, سه‌شنبه

په جبر سره د یوې افغاني د په قتل رسیدو په قضیه کي د برلین ایالتي محکمه د دغي ۳۴ کلني قربانۍ دوو وروڼو ته د سزا حکم صادرول په پلان کي لري.

https://p.dw.com/p/4Lg1j
Deutschland | Prozess Bushido Abou Chaker
انځور: Paul Zinken/dpa-Zentralbild/dpa/picture alliance

د اوسني وضعیت په نظر کي نیولو سره د جنورۍ میاشتي پر نهمه نېټه به د څارنوالۍ او مدافع وکیل دفاعیې واوریدل سي. تر لسو میاشتو معاملې او مذاکراتو وروسته قاضي القضات پرون دوشنبه اعلان وکړ چي د جنورۍ پر ۱۹ بیا کیدلای سي یو حکم صادر سي.

خو دا لا معلومه نه ده چي د دفاعیې تر اوریدو دمخه به د مقتولي مشر ورور نور اضافه اظهارات هم وکړي. د مقتولي دواړو ۲۷ او ۲۳ کلنو وروڼو خپله خور د ۲۰۲۱ م کال د جولای مياشتي پر ۲۱ مه وژلې، ځکه چي په نظر یې دغه د دوو اولادو مور افغاني اخلاقي اصول نه دي مراعت کړي او سربیره پردې یې تر طلاق وروسته د یو بل چا سره عاشقانه ارتباطات لرل.

Luxemburg | Europaeischer Gerichtshof EuGH
انځور: /Patrick Scheiber/imago

د څارنوالۍ د معلوماتو پراساس وروسته هغوی د خپلي خور جسد په یوه بکس کي اچولی او د برلین څخه یې د بایرن ایالت ته انتقال کړی و. تقریباً درې هفتې وروسته د بایرن د یوه استوګنځای سره په یوه سوري کي د هغې جسد پیدا سو. د هغې مشر ورور تر شپږ میاشتنۍ پروسې او پټي خولې پاته کیدو وروسته بلاخره اعلان وکړ چي په فامیل کي یې په ټاټوبي کي د پيسو پرسر سخته شخړه رامنځته سوې وه.

د نیو مکسیکو پولیس:‌ د څلورو مسلمانانو د وژنې په تور یو افغان نیول شوی

هغه نه غوښتل چي خپله خور ووژني او متهم ورور یې هم حضور نه درلودی. خو هغه یې مجبوره کړ چي د قتل دغه قضیه پټه وساتي. د کشر ورور مدافع وکیل د پروسې پر ۳۸ مه ورځ باندي بیا د خپل مؤکل د خلاصیدو غوښتنه وکړه. دلیل یې دا راوړ چي د دغه ۲۳ کلن د جرم د اثبات په خاطر هیڅ شواد وجود نه لري.

خو د دغو دواړو متهمو وروڼو د بند جزأ د لیري کیدو غوښتنلیک تقریباً درې میاشتي دمخه ونه منل سو. په دې اړه د یوه نوي غوښتنلیک په باب محکمې لا تصمیم نه دی نیولی.

دغي قضیې د مهاجرو د ادغام ناکامه کیدو بحثونه بیا راپورته کړل. خور او دوه وروڼه یې څو کاله دمخه د افغانستان څخه جرمني ته راغلي وه . هغې په ۲۰۱۸م کال کي له خپل مېړه څخه طلاق اخیستی و.