1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تښتول سوي امریکايۍ پر سر پنځه میلیونه ډالره جایزه

۱۴۰۰ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چي په افغانستان کي یې د هغي امریکايي ښځي د پیدا کولو له پاره پنځه میلیونه ډالر جایزه ټاکلې ده چي په ۲۰۰۸م کال کي په دغه هیواد کي تښتول سوې ده.

https://p.dw.com/p/3tfmD
USA, Washington I Außenministerium der Vereinigten Staaten I State Department
انځور: Alastair Pike/AFP/Getty Images

د بشري مرستو کارکوونکې سیدني مایزل او د هغې موټروان محمد هادي په ۲۰۰۸م کال کي په کندهار کي وتښتول سول. مایزل د دغه ولایت په یوه محلي مکتب کي نجونو ته خامک او انگلیسي ژبه ورښودله.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه وینا کي راغلي دي چي مایزل او د هغې موټروان په اغلب گومان سره ښايي د هغو نامعلومو تښتونکو له خوا وژل سوي وي چي تر اوسه لا نه دي پیژندل سوي.

ویل کیږي چي هغه به په کندهار کي خاورو ته سپارل سوې وي، خو جسد او د ښخیدو ځای یې تر اوسه نه دی پیدا سوی.

په هغو پوسترونو کي چي د امریکا متحده ایالاتو سفارت د ایمیل له لاري خپاره کړي، د جایزې د ورکولو وړاندیز سوی. دغه خپاره سوي پوسترونه یوه خنده رویه ښځه ښيي چي تر تښتولو مخکي یې درې کاله په کندهار کي ژوند کړی وو. پر پوستر باندي لیکل سوي: »زموږ سره مرسته وکړی، تر څو هغه خپلي کورنۍ ته ستنه کړو.«

هیڅ يوې ډلي د هغې د تښتولو مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.

کندهار د طالبانو د حکومت تر سقوط پوري په ۲۰۰۱م کال کي د امریکا متحده ایالاتو په رهبرۍ د ائتلاف له خوا د طالبانو د معنوي پایتخت په توگه بلل کید.

د هغو معلوماتو له پاره چي د نوموړي ښځي د پیدا کیدو سبب سي، د پنځو میلیونو ډالرو ټاکل سوې جایزې وړاندیز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د »عدالت له پاره جایزې« د پروگرام له خوا سوی دی.

دغه پروگرام له ۱۹۸۴م کال یعني له خپل تاسیس راهیسي، تر اوسه پوري څه د پاسه ۲۰۰ میلیونه ډالر د جایزې په توگه ورکړي دي.

امريکا متحده ایالات همدارنگه د امریکايي تبع، مارک فریرچس د آزادۍ له پاره هم هلي ځلي کوي، چي په ۲۰۲۰م کال کي په افغانستان کي لادرکه سوی او گومان کیږي چي د طالبانو د حقاني شبکې ډلي سره به بندي وي.

که څه هم طالبانو د دغه امریکايي له تښتولو څخه انکار کړی دی، خو رپوټونه ښيي چي د افغانستان په سوله کي د امریکا استازي زلمي خلیلزاد پر طالبانو فشار راوستی وي چي د هغه د ځای په هکله معلومات ورکړي.

امریکا متحده ایالاتو په داسي حال کي د خپلو تښتول سوو اتباعو د پیدا کولو له پاره په افغانستان کي هلي ځلي زیاتي کړي چي په پام کي ده د سپتمبر تر ۱۱ مي پوري په دغه هیواد کي پاته ۲۵۰۰ تر ۳۵۰۰ سرتیري او شاوخوا ۷۰۰۰ د ناټو ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د امریکا د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د وتلو بهیر شاوخوا ۱۳ تر ۲۰ سلنه پوري بشپړ سوی دی. له افغانستان څخه تر اوسه په تجهيزاتو او وسايلو بار ۱۱۷ باري الوتکي امريکا ته رسېدلي دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن د ۲۰۲۱م کال د اپریل په نیمایی کي په افغانستان کي د خپلي تر ټولو اوږدې جگړې د پای ته رسیدو اعلان وکړ.

GP/NZ/AG