1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خیبر پښتونخوا ایالت ملي شورا او کابینه منحل شوي

۱۴۰۱ دی ۲۸, چهارشنبه

د پاکستان د خیبر پښتونخوا والي غلام علي د ایالتي شورا د منحل کولو په اړه د وزیر اعلی محمود خان وړاندیز لاسلیک کړی دی. د والي له خوا د خپاره شوي اعلامیې له مخې د شورا ترڅنګ ایالتي کابینه هم منحل شوې ده.

https://p.dw.com/p/4MMI4
Pakistan Mahmood Khan Chef der Provinzregierung Khyber-Pakhtunkhwa
د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی محمود خانانځور: PPI/Zuma/imago imago

دا پرمختګ د پنجاب د ملي شورا تر منحل کیدو څو ورځې وروسته صورت نیولی دی. د پاکستان د تحریک انصاف (PTI) ګوند مشر عمران خان ویلي ول چې په دغو دوو ایالتونو کې له واک څخه په لاس اخیستلو سره، ګوند یي غواړي له «موجوده فاسد سیاسي نظام» څخه ځان جلا کړي.

د ایالتي حکومتونو له سقوط سره پاکستان کې سیاسي بحران لا ډیریږي

د خیبر پښتونخوا د والي غلام علي له طرفه خپاره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې د اساسي قانون د ۱۱۲مې مادې له مخې ایالتي شورا او ایالتي کابینه په عاجل ډول منحل شوي دي.

د یاد قانون پر اساس د وزیر اعلی په مشورې به ایالتي والي شورا منحلوي او که د وزیر اعلی په مشورې والي ایالتي شورا منحل نه کړي، نو تر ۴۸ ساعته وروسته شورا پخپله منحل کیږي.

په ابلاغیه کې څه ویل شوي؟

د خیبر پښتونخوا له طرفه خپاره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې سرپرست وزیر اعلی به د وزیر اعلی او د اپوزیسیون د مشر اکرم خان دراني په مشوره د والي له خوا معرفي او مقرریږي. په دې ارتباط والي لارښوونه کړې ده چې د جنورۍ تر ۳۱ نیټې پورې دې د خپلو نوماندانو نومونه ورته وسپاري.

د دغې اعلامیې پر اساس د سرپرست وزیر اعلی تر مقرریدو پورې به محمود خان د ایالت ورځنۍ چارې پر مخ وړي او پر خپلې دندې به باقي پاتې وي او خپل مسئولیتونه به ترسره کوي.

مخکې تر دې تیره شپه ناوخته وزیر اعلی محمود خان د شورا د منحلولو وړاندیز والي ته استولی و چې تر هغې وروسته والي غلام علي له قانون پوهانو سره مشورې وکړې.

د اعلی وزیر محمود خان اعلامیه

اعلی وزیر محمود خان تیره شپه ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي دي چې هغې د پي ټي آی د مشر عمران خان په غوښتنه د شورا د منحلولو وړاندیز والي ته استولی دی.

نوموړي په ټویټري پيغام کې ادعا وکړه چې ګوند به یي د خیبر پښتونخوا د شورا په راتلونکو ټاکنو کې دوه پر دریمه اکثریت ترلاسه کړي او خپل مشر عمران خان به یو وار بیا د پاکستان صدارت مقام ته ورسوي.

محمود خان مخکې تر دې په پيښور کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي ول چې د عمران خان له خوا د اشارې ترلاسه کولو سره سم به شورا منحل کړي. هغه ویلي وو: «زه د ګوند ادنا غړی یم، زما به څه حیثیت وي چې عمران خان اشاره وکړي او زه ووایم چې زه داسې نه کوم.»

«په پنجاب کې د پاکستان دوه استخباراتي افسران وژل شوي»

مخکې تر دې د پنجاب د وزیر اعلی چوهدري پرویز الهي د جنورۍ پر ۱۱ نېټه د شورا د اعتماد رایې ترلاسه کولو وروسته په راتلونکي ورځ د ایالتي شورا د منحل وړاندیز لاسلیک او هغه یي د پنجاب والي ته استولی و.

په داسې حال کې چې د پنجاب والي بلیغ الرحمن د ایالتي شورا د منحلولو وړاندیز ترلاسه کړی و، خو د ۴۸ ساعته معیاد تر ختمیدو سربیره هم نوموړي دغه وړاندیز لاسلیک نه کړ او په دې توګه ایالتي شورا پخپله منحل شوې وه.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز