1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهپاکستان

خیبر پښتونخوا: په جرایمو کې د ښکیلو ماشومانو شمیر زیات شوی

۱۴۰۱ دی ۱۹, دوشنبه

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو د زده کړې او حفاظت له پاره قوانین جوړ شوي، خو نه عملي کیږي. د ۷۰ سلنه قوانینو د عملي کولو له پاره د مقرراتو د نه موجودیت یوه نتیجه، په تنکیو ځوانانو کې د جرایمو کچې زیاتیدل دي.

https://p.dw.com/p/4LvH3
Pakistan Kinderrechte
انځور: Faridullah Khan/DW

په ۲۰۲۲م کال کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې په مختلفو جرمونو کې د ښکیلتیا له کبله په مجموع کې ۳۲۹ ماشومان پولیسو نیولي دي. له دې ډلې څخه ۲۶۵ ماشومان د قتل، د قتل اقدام، جنسي تیري، غلا، لارنيونه او نورو درنو جرمونو تورن دي.

په دې ایالت کې قانوني سن ته د نه رسیدلو مجرمینو په شمیر کې زیاتوالی ډیر عوامل لري. په دې کې د مور او پلار د سرپرستۍ پر نشتوالي سربیره د قانون نافذوونکو ادارو او د ماشومانو د ملاتړ له پاره کار کوونکو ادارو ترمنځ د همکارۍ نه شتون هم شامل دی.

د قانون له تصویبیدو څخه مخکې د ټولو اجتماعي ادارو اعتماد ترلاسه کول او ماشومانو د ملاتړ کوونکو ادارو له خوا د آګاهۍ نشتوالی د داسې جرمونو په کچې کې د زیاتوالي دلایل ګڼل کیږي.

په خيبر پښتونخوا کې د ترهګريزو پيښو لامل سياسي بې ثباتي ده؟

انتقاد کوونکي وايي چې د ماشومانو د ملاتړ دولتي او غیر دولتي سازمانونه د خلکو په منځ کې د کار کولو پر ځای، په قیمتي هوټلونو کې سیمینارونه او ورکشاپونه دایروي او خپل کمپاینونه د لویو خپرندویه ادارو له لارې پر مخ وړي، څو د تمویلونکو پام ځانته را واړوي.

کليوالي سیمې په بشپړ ډول له پامه غورځول شوي

د خیبرپښتونخوا نږدې ۸۰ سلنه اوسیدونکي په کليوالي سیمو کې ژوند کوي. دوی اکثره د ماشومانو د حقونو په اړه پوهاوی نه لري. په دې کلیوالي سیمو کې اکثره ماشومان د تعلیم او روغتیا له اساسي حقونو څخه هم محروم دي. پخوانۍ قبایلي سیمې چې اوس د ایالت برخه ګرځول شوي دي، هلته خو وضعیت لا زیات خراب دی.

په دې نویو ولسوالیو کې تر لس کلنو پورې ۷۰ سلنه ماشومان ښوونځي ته نه ځي. د یوې غیر دولتي ادارې په حواله په دې ایالت کې ښوونځي ته د نه تلونکو ماشومانو شمیر ۷،۴ میلیونه دی.

پولیس څه وايي؟

د پولیسو ایالتي مفتش جنرال محمد علي باباخیل وایي: «خیبر پښتونخوا د هیواد یوازنۍ ایالت دی چې [د پولیس ۲۰۱۷ قانون] په نوم یي یو قانون جوړ کړ چې د ښځو او ماشومانو د ملاتړ له پاره پکې مادې موجودي دي. د خیبر پښتونخوا پولیسو له تاوتریخوالي څخه د ماشومانو د ژغورنې له پاره یوه تګلاره جوړه کړې ده.»

د قانون پوهان څه وايي؟

په خیبر پښتونخوا کې نابالغ یا قانوني عمر ته نه رسیدلو ماشوماتو ته د انصاف ورکولو کوښښ کوونکي وکیل نور عالم خان دویچه ویله ته وویل: «دغه سیمه د څلورو لسیزو راهیسې په جګړه کې ښکیله ده. په ډیر لوړ شمیر کې ماشومان یتیمانان شوي دي. د ترهګرۍ پر ضد جګړې پر مهال د ماشومانو ټول حقونه تر پښو لاندې شول. په خیبر پښتونخوا کې قوانین موجود دي، خو په هکله یي پوهاوی نشته.»

نور عالم خان وویل چې دیر شمیر مور پلار د خپلو ماشومانو په برخه کې خپل مسئولیتونه نه شي ادا کولی، خپل ماشومان داسې نه روزي چې د ټولنې له پاره مفید واقع شي: «حکومتي ادارې د موجوده قوانینو پر نافذولو سربیره باید د ماشومانو د ښوونې او روزنې له پاره هم ګټور اقدامات ترسره کړي. دا خبره هم ډیره مهمه ده چې د جرم په نامه له بې ګناه ماشومانو څخه ناوړه استفاده ونه شي. که ماشومانو ته مناسبه روزنه ورنه کړل شي او ټولنه هم د دوی حقونه ور نه کړي، نو دا ماشومان د ټولې ټولنې دښمن کیږي.»

د خیبر پښتونخوا د ماشومانو حفاظت اداره

په پيښور کې ایالتي حکومت په ۲۰۱۰م کال کې د چاېلډ پروټیکشن یا د ماشومانو حفاظت قانون تصویب کړ، خو د دې له پار قواعد او مقررات بیا پنځه کاله وروسته معرفي کړای شول. د خیبر پښتونخوا د ماشومانو د حفاظت ادرې مشر اعجاز محمد خان دویچه ویله ته وویل: «موږ په ښاري او کلیوالي سیمو کې تر ۱۰۰۰ ډیرې کمیټې جوړې کړي دي، چې له ماشومانو څخه د ناوړه استفادې په هکله عامه پوهاوې ورکوي او د ماشومانو د حفاظت ضد پيښو په هکله مرکز ته اطلاع هم ورکوي.»

په خيبر پښتونخوا کې د طالبانو د بيرته راتګ په اړه اندېښنې

اعجاز محمد خان وویل: «موږ تر اوسه پورې نږدې د ۴۰۰۰ ماشومانو پر ضد قضیې حل کړي دي. د ماشومانو د ودونو په ډیر شمیر پيښو کې په مداخلې کولو سره مو د داسې پيښو مخه نیولې ده. په دوی کې داسې ماشومان هم ول چې مور پلار یي مړه شوي دي. خو دا ستونزه هم ده چې په اړوند قانون کې خلا موجوده ده چې له امله یي پولیس په داسې هر یوه قضیه کې مداخله نه شي کولی.»

په پاکستان کې اوسمهال د ماشومانو ضد قضیو څیړونکو محاکمو څخه ۸ یي په خیبر پښتونخوا کې دي. په دې ایالت کې د ماشومانو اړوند بیړني وضعیت کې هر څوک کولی شي د مرستې ترلاسه کولو له پاره ۱۱۲۱ تلیفون شمیرې ته زنګ ووهي او خپل شکایت ثبت کړي.

پيښور/ فریدالله خان: ش.ن/ ن.ز