1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان: طالبان ټول افغانستان نه شي نيولی

۱۴۰۰ تیر ۱, سه‌شنبه

د پاکستان لومړي وزير عمران خان خبرداری ورکړی دی چې د طالبانو پر له پسې نظامي برياوې به د نه ختميدونکي وينې توېدنې باعث شي. هغه د واشنګټن پوست په يوه مقاله کې ټینګار کړی دی چې طالبان نه شي کولی ټول افغانستان ونيسي.

https://p.dw.com/p/3vN09
Afghanistan | Pakistanischer Premierminister Imran Khan in Kabul
انځور: ARG

لومړي وزير عمران خان په هغه مقاله کې چې د واشنګټن پوست ورځپاڼې د نظرونو په برخه کې د دوشنبې په ورځ نشر شوې ده، ويلي دي چې اسلام آباد حاضر دی په افغانستان کې د سولې په تامينولو کې له امريکا سره شريک شي، خو امريکايي ځواکونو ته به پوځي اډه نه ورکوي.

عمران خان په دې مقاله کې همدا راز ويلي دي چې د طالبانو له لوري د افغانستان د پوځي تسخير مخالف دي: «زموږ هيوادونه له دغه کړيدلي هېواد [افغانستان] سره ګډ علايق لري لکه سياسي جوړ جاړی، ثبات، اقتصادي وده او د هر ډول ترهګرو له پاره د پټنځای نه شتون.»

نوموړي زياته کړې: «موږ د افغانستان د هر ډول نظامي تسخير چې يوازې د لسیزو کورنيو جګړو باعث کيږي، مخالف يوو، خو سره له دې هم هغوی د هيواد په هر هغه حکومت کې چې بريالي اوسي، بايد شامل کړل شي.»

«د ماضي تیروتنه نه تکراوو»

عمران خان همدا راز لیکلي دي چې پاکستان په ماضي کې په جګړه کې له ښکيلو اړخونو څخه د يوه له انتخاب سره سهوه کړې وه او اوس یې له دغه غلطۍ زده کړه کړې ده. لومړي وزير زیاته کړې ده چې «موږ هیڅ غوره انتخاب نه لرو او د هر هغه دولت ملاتړ به وکړو چې د افغانستان د خلکو باور ورسره وي. تاريخ ثابته کړې چې افغانستان هیڅکله له باندې څخه نه شي کنتروليدلی.»

له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو سره په دې اړه بحثونه تاوده دي چې څرنګه د افغانستان وضعيت تر نظارت لاندې وساتل شي څو د نړیوالې ترهګرۍ د بيرته رامنځته کیدو مخه ونيوله شي.

قریشي: د افغانستان په سولې کې به د پاکستان نقش مهم وي

د امريکا يو شمير پوځي سرچينو ويلي دي چې په پام کې ده د افغانستان په ګاونډيو هيوادونو لکه پاکستان کې، د پوځي اډو په جوړولو سره وضعيت کنترول کړي.

خو عمران خان په دې مقاله کې يادونه کړې ده چې دا کار به د پاکستان له پاره ناوړه پايلې ولري او دا چې دوی نه غواړي د دې ډول پوځي اډو کوربانه واوسي.

هغه زياته کړې: «که چېرې په پام کې وي چې پاکستان د هغو پوځي اډو د کوربتوب سره چې پر افغانستان به پرې د بمبار له پاره کار اخیستل کیږي، موافقه وکړي او په افغانستان کې کورنۍ جګړه پېل شي نو پاکستان به يو ځل بيا د ترهګرو د غچ اخیستنې هدف وګرځي. موږ د دې بیې د پرې کولو توان نه لرو. موږ لا دمخه ډېره درنه بيه پرې کړې ده.»

په داسې حال کې چې افغان چارواکي د پاکستان استخبارات او پوځ د وسله والو طالبانو په ملاتړ تورنوي، عمران وويل چې هيواد یې د جګړې نه بلکې د خبرو اترو له لارې د سولې عوښتونکی دی.

Afghanistan Kabul | Ashraf Ghani  und Pakistan Premierminister  Imran Khan
انځور: Afghan Presidential Palace/REUTERS

هغه زياته کړې: «موږ په دواړو هيوادونو کې ثبات او د ترهګرۍ له منځه تلو ته اړتيا لرو. موږ به د هغه توافق ملاتړ وکړو چې په افغانستان کې د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړنې وساتي. که چېرې کورنۍ جګړه پراخه شوه نو زموږ ټول زحمتونه به ضايع شي.»

هغه ټينګار وکړ چې په همدې دليل پاکستان له افغان دولت او امريکا متحده ایالاتو سره د خبرو اترو مېز ته د طالبانو د کيښنولو په برخه کې ديپلوماتیکه همکاري کړې ده.

عمران خان په خپله دې مقاله کې همدا راز د افغانستان له دولت څخه غوښتنه کړې چې پر پاکستان له تورونو لګولو دې لاس واخلي. هغه وويل: «موږ پوهیږو چې که طالبانو د نظامي بريا د علان هڅه وکړه نو دا به د نه ختمېدونکې وینې توېدنې باعث شي. زه هیله لرم چې د افغانستان دولت په مذاکراتو کې ډېره انعطاف پذیري وښيي او پر پاکستان له تورونو لګولو څخه ډډه وکړي.»

ب. ص/ ن.ز (ناصر احمدي)