1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«خلیلزاد د سولې تړون د تعدیل له پاره سیمې ته سفر کړی»

۱۳۹۹ اسفند ۱۲, سه‌شنبه

د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې لوړپوړي چارواکي مایکل مک کال ویلي چې خلیلزاد سیمې ته د طالبانو او واشنګټن تړون د تعدیل په موخه سفر کړی دی. خلیلزاد همدا پرون له ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله سره ملاقات درلود.

https://p.dw.com/p/3q72v
USA Michael McCaul
انځور: Kevin Dietsch/Getty Images(AFP

د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې لوړپوړي چارواکي مایکل مک کال له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد به په خپل تازه سفر کې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د سولې تړون د تعدیل هڅه وکړي.

د امریکا غږ خبریال جیف سیلدین پر خپله ټویټر پاڼه د امریکا غږ د معلوماتو پربنسټ لیکلي دي چې خلیلزاد به له طالبانو وغواړي څو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اخراج نهايي نیټه لا پسې وغځوي.

د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې، امریکا متحده ایالات اړ دي چې د مې میاشتې تر لومړۍ نیټې مخکې له افغانستانه خپل سرتیري وباسي، داسې یو اقدام چې په دې وروستیو کې یې د امریکا له لوري د ځنډولو خبر ورکړل شوی دی.

جیف سیلیدن پر خپله ټویټر پاڼه د کانګرس د غړي مک کال په حواله ليکلي دي چې خليلزاد به د تړون د تعدیل غوښتنه وکړي، څو [طالبان] د مې میاشتې تر لومړۍ نیټې وروسته هم [په افغانستان] کې د امریکا حضور ومني.

پر امریکایانو نه برید خو افغان وژنه ادامه لري

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې دغه جګپوړي غړي همدا راز امریکا غږ ته ویلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ اوسنی تړون یوازې پر امریکايي عسکرو باندې د بریدونو مخنیوی کوي. د نوموړي په خبره، که څه هم طالبانو د تړون دغه برخه عملي کړې، خو بيا يې د ملکي افغانانو او پوځيانو له وژلو لاس نه دی اخیستی.

د جیف سیلیدن د ټویټ پر اساس، مک کال همدا راز هیله څرګنده کړې ده چې د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی به له طالبانو سره په شوي تړون کې داسې تغیرات راولي څو د تاوتریخوالی مخنیوی د افغان ملکیانو او پوځیانو په برخه کې عملي شي.

Afghanistan Friedensgepräche in Doha
انځور: Hussein Sayed/AP/dp/picture alliance

د امریکا د کانګرس دغه غړي همدا راز امریکا غږ ته ویلي دي چې طالبانو په افغانستان کې ډېر ماشومان، میرمنې او ملکیان وژلي او عسکر یې هم په نخښه کړي دي. د هغه په باور اوربند داسې موضوع ده چې دواړه لوري پرې توافق ته رسیدلی شي.

مک کال په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي دي چې همدا اوس د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د سیمې په سفر وتلی او تر اوسه پورې یې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله په گډون له ډېرو افغان سیاستوالو سره د سولې په تړاو خبرې کړي دي.

بل لوري ته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د دوهم دور مذاکرات هم د تمې خلاف ډیر پڅ روان دي.

په دې ترڅ کې بيا افغانان هره ورځ تاوتریخوالي، بمي چاودنو او هدفي وژنو اندیښمن کړي دي. همدا نن په ننګرهار کې د نامعلومو کسانو له لوري د یوه محلي تلویزیون خبریالاني وژل شوي دي.

په ننګرهار کې يوې حکومتي سرچینې دويچه ويله ته وويل چې د انعکاس تلوېزيون درې تنې کارکوونکې، مرسل، سعیده او شهناز په یوه وسله وال برید کې وژل شوي او یوه بله ولسي مېرمن ژوبله ده.