1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ځواکونو وتل او د کابل هوايي ډګر د امنيت په اړه اندېښنې

۱۴۰۰ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبه

له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو له پريکړي سره سم امريکا او متحدين یې اړ شوي چې فکر وکړي چې څرنګه به په کابل کې د خپلو پاتو ديپلوماتانو او مامورينو خونديتوب تضمينوي. د کابل د هوايي ډګر پرانيستي پاتېدل ډېر اړين دي.

https://p.dw.com/p/3tfmH
Afghanistan Migranten aus Deutschland abgeschoben
انځور: Picture-Alliance/AP Photos/M. Hossaini

په اپريل میاشت کې په افغانستان کې د امريکا د «اوږدې جګړې» د پای د اعلان سره ولسمشر جو بايدن په دغه هېواد کې د خپل ديپلوماتيک حضور د دوام ژمنه وکړه او دا چې هغه به څرنګه خوندي ساتي.

له هغو چيلينجونو څخه چې لويدیځ ورسره مخ دی، ستر یې د کابل د هوايي ډګر د امنيت ساتل دي. د کابل هوايي ډګر له بهرنۍ نړۍ سره د دغه پلازمېنې په «زرغونه ساحه» کې د څنګ پر څنګ پرتو بهرنيو سفارتونو تر ټولو مهم ارتباط دی.

په داسې حال کې چې په دې اړه اندېښنې مخ پر زياتيدو دي چې تر کابو دوو لسیزو وروسته د ناټو او امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به طالبان يووار بيا واک ته ورسيږي، په دې اړه پوښتنې راپيدا شوي چې د افغانانو او همدا زار د خارجيانو له پاره د دغه حياتي آسانتيا راتلونکی به څنګه وي.

د امريکا د پوځ لوې درستیز جنرال مارک میلي د سه شنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو په پوځي مقر کې تر يوه بحث وروسته وويل: «دا [کابل هوايي ډګر] د ديپلوماتيک حضور يوه کيلي ده.» هغه زياته کړه: «له دې کبله موږ د هوايي ډګر د خوندي ساتنې د څرنګوالي پر جزياتو کار کوو او دا چې څرنګه د هوايي ډګر د لا ډاډمنتيا له پاره له افغان پوځ سره مرسته کولی شو او کوم هيوادونه په دې کار کې ونډه اخیتسو ته چمتو دي.»

هغه زياته کړه: «په دې اړه مو ډېر بحثونه ترسره کړل.»

جنرال مارک میلي زياته کړه چې د ناټو ۳۰ غړي هيوادونه به د جون پر ۱۴ نېټه په بروکسل کې د خپلې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د راتلونکي پلان په اړه ډېرې پريکړې وکړي.

خو د اوس له پاره لا تګلاره روښانه نه ده. د ناټو يوه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته يوازې دومره وويل چې ناټو ائتلاف «به له افغانستان سره تلپاتي مشراکت او د دغه هيواد د امنيتي ځواکونو د بقا له پاره د هغوی ملاتړ ته ژمن پاتې وي.»

دغه چارواکي زياته کړه: «موږ په دې اړه پر جزیاتو غور کوو چې څرنګه خپل ملاتړ ته دوام ورکولی شو.»

افغان ځانګړی ځواک د هوايي ډګر د ساتنې وړتيا لري؟

د پنتاګون د اټکلونو پر اساس د هوايي ډګر د ساتنې له پاره د ۱۰۰۰ او ۱۵۰۰ په شا او خوا کې عسکرو ته اړتيا ده. دمګړۍ د ناټو غړی هيواد ترکيه د افغان ځواکونو په ملاتړ د کابل هوایي دګر د امنيت چارې په لاس کې لري.

په داسې حال کې چې بهرني عسکر د وتلو په حال کې دي، افغان ځانګړي ځواک ته د سيمه ایزو قطعو څخه د داسې يوازیني ځواک په سترګه کتل کيږي چې د دې کار د ترسره کولو وړتيا لري.

خو که چېرې وسله وال طالبان خپلو بريدونو ته دوام ورکړي نو ښايي دا ځواک د حکومت د ژغورنې په موخه په نورو ځایونو کې په کار وي.

Afghanistan Beginn der Impfung gegen Covid-19
د کابل هوايي ډګر امنيت افغانستان ته د مرستو رسيدو له پاره ډېر مهم ګڼل کيږيانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

امريکايي او اروپایي چارواکي وايي چې د هوايي ډګر د ساتنې په موخه يو شمير نور انتخابونه هم په نظر کې نيول شوي دي.

په دې انتخابونو کې شخصي شرکتونه شامل دي چې د امنيت ټينګښت پر غاړه اخلي، همدا زار ځيني هيوادونه هم شته چې د ناټو څخه په خپلواکه توګه دې کار ته غاړه کيږدي او يا دا چې د ملګرو ملتونو سره په ګډه دا کار وکړي.

د امريکايي استازي په حواله يو شمير هيوادونو د ناټو په غونډه کې رضايت ښوولی چې په کابل کې د لويدیځ د ديپلوماتيک حضور د دوام په موخه به د هوايي ډګر د امنيت تامينولو په هڅو کې ونډه واخلي.

يوې لويديځې ديپلوماتيکي سرچينې ويلي دي چې داسې انګيرل کیږي چې ترکيه به د هوايي ډګر امنيت ساتنې ته دوام ورکړي خو تر اوسه يې کومه ژمنه نه ده کړې.

خو متحدين ويره لري چې د خارجي ځواکونو شتون که هغه شخصي وي او که دولتي، ښايي د طالبانو له خوا د مداخلې په توګه و انګيرل شي او کيدای شي د سولې د ستونزو ښکاره پروسه ګډه وډه کړي.

واشنګټن ټينګار کوي چې د روان میلادي کال د سپتمبر تر ۱۱ نيټې وروسته به په افغانستان کې هیڅ امريکایي عسکر او يا امريکایي قراراديان پاتې نه شي.

ناټو هم ويلي دي چې د دې ائتلاف هیڅ ځواک به په افغانستان کې پاته نه شي.

په راتلونکي کې د امنيت د تضمين د امکاناتو په اړه ناڅرګنتيا اروپايي ديپلومان په افغانستان کې د خپلو پروژو څار ته انديښنمن کړي دي.

هغوی وایي چې د يوه فعال او خوندي هوايي ډګر شتون هلته د ملکي او اقتصادي موخو له پاره د خصور يو تر ټولو مهم مخکنی شرط دی.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: