1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کشمیریان څنګه په خپلو کورونو کې زعفران کري؟

۱۴۰۱ آبان ۱۲, پنجشنبه

د هند تر کنترول لاندې کشمير کې د اقليمي بدلون له کبله د زعفرانو پر کښت د تاثيراتو په پايله کې څېړونکو نويو لارو چارو ته مخه کړې ده. دوی غواړي چې کروندګر دې په کورونو کې دننه زعفران وکري.

https://p.dw.com/p/4Izna
د زعفرانو ګلان، انځور له آرشيف څخه
د زعفرانو ګلان، انځور له آرشيف څخهانځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture alliance

د هيماليه غرونو په سيمه کې يو تر ټولو ګران زراعتي محصول يعنې زعفران اوس په کشمير کې په ودانيو کې دننه توليديږي. د کارپوهانو په خبره په لابراتوار کې ازموينې بريالۍ ختلې دي او دغه میتود اوس له لسګونو دوديزو کروندګرو سره شريک شوی دی.

د کرهڼې کارپوه نذير احمد ګاني، وويل چې په ودانيو کې دننه د زغفرانو کرکيله مرسته کوي څو د زعفرانو توليد ډېر شي چې په تېرو کلونو کې خرابې هوا ډېر زيان ور اړولی دی. ګانی چې د زراعت د پوهنتون مرستيال رئيس هم دی، وويل چې »کله چې مو اقليم ننګوي، موږ ګورو چې څنګه ورسره ځان عيارولی شو. په کور کې دننه هڅې دا معنی لري چې موږ عمودي کرهڼې ته مخه کوو.«افغانستان: د زعفرانو د توليد کچه لوړه سوې ده

د کشمیر اقتصاد تر ډېره په زراعت پورې تړلی دی او د اقليمي بدلون، يعنې د حرارت لوړېدونکو درجو او نه اټکلېدونکو بارانونو د کروندګرو تر منځ اندېښنې زياتې کړې دي کوم چې د محصولاتو له راکمېدو څخه سر ټکوي.

دغو اقليمي تغييراتو د سيمې پر زرونو کنګلونو هم تاثير اچولی چې په چټکۍ سره کوچني کيږي او د ویلي کیدو په حال کې دي او د دوديزو زراعتي لارو چارو مخه يې په دغه نازک طبيعت کې نيولې ده.

سربېره پر دې د لسيزو راهيسې يوه بېلتون غوښتونکي خوځښت په کشمير کې جګړې کړې دي. په لسونو زره ملکي وګړي، ياغيان او حکومتي ځواکونه په دغسې شخړو کې وژل شوي دي.

په تېرو درو کلونو کې د زعفرانو کروندګر، عبدالمجيد واني، په کورونو کې دننه د زعفرانو د کرلو لاره غوره کړې ده. دی وايي راضي دی او دغه تخنيک »موږ ته په ښه ډول ګټه رسولې« ده. د هغه په خبره »موږ په پيل کې يو څه ستونزې لرلې ځکه چې تجربه مو کمه وه، خو د وخت په تېرېدو سره مو زدکړه کوله.«آیا پاکستان رښتيا نور د کشمير ملاتړ نه کوي؟

د زعفرانو يو کیلوګرام تر ۴۰۰۰ امريکايي ډلرو پورې بيه درلودلی شي.

يو لامل يې دا دی چې تر ۱۵۰ زرو پورې ګلانو ته اړتيا وي څو يو کيلوګرام زعفران توليد شي.

په ټوله نړۍ کې زعفران له خوراکي موادو څخه نيولې، تر دارو درملو او د سينګار تر توکو پورې په بېلابېلو برخو کې کارول کيږي. تقريبا ۹۰ سلنه زعفران په ايران کې کرل کيږي. خو کارپوهان د کشمير د زعفرانو کيفيت لا ښه بولي، ځکه چې رنګ او خوند يې لا قوي بلل کيږي.

آ./ن.ص./خ.ح.