1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"له افغانستانه د امرِيکايي بنديانو راخوشي کولو هڅې نه دروو"

۱۴۰۲ آبان ۱۲, جمعه

افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې ویلي افغانستان کې د نېول شویو امریکایانو خوشې کولو چارې نه دروي. دا امریکایان چېرته او ولې نېول شوي؟

https://p.dw.com/p/4YMAM
طالبان په کابل کې د پلټنې پرمهال
طالبان په کابل کې د پلټنې پرمهالانځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

طالبانو شاوخوا دوه میاشتې وړاندې ومنله چې د امریکايي وګړي په ګډون ۱۶ بهرنیان له هغوی سره بندیان دي. طالبانو ویلي ول چې دغه کسان د امنیتي دلایل له مخې نېول شوي، خو افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدفیره، کرن ډیکر وايي طالبانو امریکايي اتباع ناحقه زنداني کړي.

هغې پر خپله اکس پاڼه لیکلي: «موږ به هیڅکله په افغانستان کې، په ناسمه توګه د توقیف شویو امریکایانو د راستنولو چارې بندې نه کړو.»

اغلې ډېکر زیاته کړې چې د نېول شویو امریکايي اتباعو راستنول یې تر ټولو ستر لومړیتوب دی.

رپوټونه وايي، چې  طالبانو د خپلې دویم ځلې واکمنۍ په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د امریکايي وګړو سربیره د برېتانیا او پولنډ وگړي هم نېولي دي.