1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

په کندهار کي ماین چاودني ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۰ تیر ۲, چهارشنبه

په کندهار کي پر يوه مسافر وړونکي موټر په ماين چاودنه کي ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. موټر له کندهار څخه هرات ته مسافر انتقالول.

https://p.dw.com/p/3vP0S
انځور د بلي پيښي دی
انځور د بلي پيښي دیانځور: Reuters

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمالناصر بارکزي دویچه ویله ته وویل، یاد موټر تیره شپه له کندهار څخه هرات ته روان وو چي د میوند ولسوالۍ د کشکنخود په سیمه کي د سړک غاړي پر ماین برابر سوی دی.

د هغه په خبره دغه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی موټر وو چي د سړک غاړي ښخ سوي ماین يې ۲۳ سپرلیو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون امر ډاکټر محمد داؤد فرهاد دویچه ویله ته وویل، له دي پيښي يې دوی ته ۵ جسدونه او ۱۸ ټپيان ور وړي دي چي ښځي او کوچنیان پکښي زیات دي: «موږ ته د یوې ښځي او ۴ نجونو پر جسدونو سربېره ۴ ښځي، ۶ نارینه او ۸ کوچنیان ټپیان هم راوړل سوي دي.»

عیني شاهدان وايي، موټرچلوونکي بیغوري کړې ده.

عبدالسمیع چي په دې پېښه کي يې پښه ماته سوې وايي: «موږ موټروان ته وویل، چي له عمومي سړک څخه مه اوړه، خو ده زموږ خبره نه منله، چي دا دی ټول يې ټوکر، ټوکر کړو.»

میوند د کندهار هرات پر لویه لار پرته ولسوالي ده چي له دریو میاشتو محاصرې وروسته يې وړمه شپه د قومندانۍ او ولسوالۍ ودانۍ وسله والو طالبانو ونیولې.

دا په داسي حال کي ده چي همدا تېره شپه له ژړۍ ولسوالۍ څخه کندهار ښارته د پولیسو رنجر موټر د ګړندي حرکت له امله چپه سوی او ۶ پولیس پکښې ټپیان سوي دي.

د میرویس حوزوي روغتون مسؤلین وايي، په ټپیانو کي د یوه روغتیايي حالت نازک دی.