1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

کندهار: موټر بم برید ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۰ تیر ۱۵, سه‌شنبه

د کندهار د امنیتي چارواکو په وینا نن سه شنبه د  کندهار ښار  ۷ می امنیتي حوزې په مربوطاتو کي څوارلسم ماموریت ته نژدې یو موټربم برید سوی. د وروستیو معلوماتو له مخې په دې برید کې یو تن وژل سوی او ۲۴ تنه ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/3w6Ye
Verletzter vom Bombenanschlag während der Wahlen in Kandahar, Afghanistan
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/S. Seiam

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي آلمان ږغ  ته وویل، په دغه موټر بم چاودنه کي یو پولیس وژل سوي او ۲۱ تنه نور ولسي وګړي او پولیس ټپیان دي.

« زموږ د معلوماتو له مخي دا یو موټربم برید ؤ، چي د پيښي اکثره قربانیان عام وګړي دي، سیمي ته د قومندانۍ د پلټني ډله رسېدلي ده، خو تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول سوي.»

یوه بله امنیتي سرچینه، بیا د نوم نه ښولو په شرط وايي، چاودنه پر (۰۶) ځانګړي قطعې سوې ده.

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون یوه تن نوکریوال ډاکتر د نوم نه یادولو په شرط بیا دویچه ویله ته وویل، له دغه موټر بم برید څخه  ۱۵ ملکیان او  ۱۰ تنه پولیس ور وړل سوي دي چي له دې ډلي يو پولیس وژل سوی او نور ټپیان دي.

« د پيښي له ځایه يې موږ ته ۲۴ ټپيان او یو جسد راوړی دی. په ټپیانو کي یې ۱۵ ملکیان او  ۹ تنه پولیس را وستلي او یو د پولیسو جسد دئ. د ۲ تنو ټپیانو حالت نازک دی.»

د سیمي اوسیدونکي وايي، چاودنه ډېره درنه وه او د کورونو  دروازې او هندارې يې ور ماتي کړي دي.

د یادې سیمي دوه تنه محمد نسیم او کریم الله : « ډوډۍ مو خوړله، چی یودم لوی درب سو. د خوني کولران او هنداری راشیوه سوې او د کور ښځو او کوچنیانو مو چیغي کړلې. موږ تراوسه د داسي درنې چاودني ږغ نه ؤ اورېدلی. »

تراوسه د پيښي مسؤلیت په اړه چا څه نه دي ویلي.

دا په داسي حال کي ده چي راغلی د دفاع او کورنیو چارو وزیران له کندهار والي سره د امنیت په اړه  په ولایت مقام کي په غونډه بوخت وو.

د وروستیو معلوماتو له مخې په دغه چاودنه کې د ۱۵ ملکیانو په ګډون په مجموع کې ۲۴ تنه پولیس ټپیان شوي او یو تن پولیس وژل شوی دی.

محمدابراهیم سپېڅلی/کندهار