طالبانو د کندهار پر هوایي ډګر راکیټي برید کړی دی
۱۴۰۰ مرداد ۱۰, یکشنبهد یکشنبې په ورځ (د اګست میاشتې لومړۍ نیټه) د طالبانو یوه ویاند وویل چې تیره شپه د کندهار پر هوایي ډګر لږ تر لږه درې توغندي لګیدلي دي.
د دې راکیټي بریدونو هدف پر طالب جنګیالیو د حکومت د هوایي ځواکونو د نورو بریدونو مخه نیول دي. د رویټرز خبري آژانس ته د طالبانو یوه ویاند ویلي دي چې د کندهار هوایي ډګر د طالبانو پر وړاندې د هوایي بریدونو د مرکز په توګه کارول کیده.
د حکومتي کړیو په وینا دغه هوایي ډګر ته ټول پروازونه ځنډول شوي دي. ویل کیږي چې د هوایي ډګر ځغاستلیکه زیانمنه شوې ده، خو په دغو بریدونو کې د ځاني زیان اوښتو په اړه تر اوسه رپوټ نه دی ورکړل شوی.
د آلماني پوځ په شمول له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هیواد راتلونکی له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ شوی دی. د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ له پیلیدو سره سم طالبانو د دغه هیواد نورې ولسوالۍ هم تر خپل کنترول لاندې راوستلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هرات په ګډون د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده او عام افغانان د روان امنیتي وضعیت څخه ډیر سخت اندیښمن دي.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح