1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ارغنداب کې درنې چاودنې کندهار ښار هم لړزولی

۱۴۰۰ فروردین ۱۴, شنبه

د ارغنداب په کوهک سيمه کې پر طالبانو هوايي بريدونه شوي دي. د افغان امنيتي ځواکونو په حواله طالبانو دغې سيمې ته ځانمرګي بريدګر استولي ول چې په وړاندې يې عمليات وشول.

https://p.dw.com/p/3rXtt
Afghanistan Selbsmordattentat gegen NATO-Konvoi in Kandahar
کندهار - د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/Photoshot/S. Seiam

«د شپې لسو بجو ته یو څو دقیقې لا پاته وې، چي یودم یوې درنې چاودني زموږ د کور ټولي دروازې ولړزولې، په کور کي د ماشومانو چیغي سوې.

ما داسي فکرو کړ، چي زمو کور ته نژدې پر امنیتي پوسته وسله وال برید وسو. یو ګړی مي صبر وکړ، وروسته بام ته وختم نور همسایګان هم بامونو ته ختلي شاوخوا ګوري چي دا پېښه چیري وسوه؟»

دا د کندهار ښار د چوڼۍ په سیمه کي د یو تن اوسیدونکي صدیق الله خبري دي، چي نن يې له دویچه ویله سره په مرکه کي وکړې.

دا یوازي صدیق الله نه دی، چي د چاودني ږغ يې د کورنۍ غړي وېرولي او د کوټو دروازې يې ور لړزولي دي، بلکي نن شنبه سهار د کندهار ښار د بېلابېلو ناحیو اوسیدونکو همدغسي خبري کولې او اکثرو ښاریانو دویچه ویله ته وویل چي داسي فکر يې کاوه، لکه چاودنه، چي يې د کور مخته سوي وي، ځکه د دې چاودني ږغ خورا دروند او ویرونکی ؤ.

له پېښي وروسته د کندهار د امنیت امر غورځنګ افریدي له دویچه ویله سره په خبرو کي وویل، د ارغنداب ولسوالۍ د کوهک په سیمه کي هوايي ځواکونو پر وسله والو طالبانو برید کړی دی. د غورځنګ په قول، په دې برید کي وسله وال هم وژل سوي دي:

«وسله والو طالبانو یو هاموې ټانګ چارج او موټربم ته اماده کړی ؤ، چي د هوايي ځواکونو لخوا شنډ سو. په دې برید کي ۱۱ وسله وال هم له منځه تللي دي.»

یوه بله امنیتي سرچینه چي نه غواړي نوم يې خپور سي، داسي وايي: «د تیري شپې په برید کي وژل سوي وسله وال ټول ځانمرګي بریدګر وو.»

تراوسه وسله والو طالبانو د تیري شپې د درنې چاودني او برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Afghanistan Explosion Anschlag in Kandahar 25.08.2009
کندهاریان وايي چې چاودنه ډيره زوروره وه او غږ يې د کندهار په ښار کې هم اوریدل شوی - د آرشيف انځورانځور: AP

ناتایید سوي راپورونه وايي، د یادي چاودني له امله په سیمه کي ځیني هغه ملکي خلک، چي د خپلو کورونو د ساتني لپاره پاته وو، چاودني ته نژدې د یوشمیر کورونو د نړېدو له امله تر خاورو لاندي سوي دي، مګر د ښخ سویو مایونو له امله هیڅوک یادي سیمي ته نژدې نه سي ورتلای.

له تیرو څلورو میاشتو راهیسي د ارغنداب ولسوالۍ ترڅنګ د کندهار ولایت ژړۍ، پنجوايي، ډنډ او یوشمیر نوري ولسوالۍ هم سختي نارامه دي او وسله وال طالبانو پکښي سنګرونه جوړ کړي دي.

د کندهار د کډوالو او راستنیدونکو چارو د مسؤلینو د معلوماتو له مخي د یادو ناامنو ولسوالیو څخه ۱۵۰۰۰ کورنۍ کندهار ښار ته را بېځایه سوي دي.

عام کندهاریان، د دغو ناامنیو له امله سخت په تکلیف دي او په جګړه کي له ټولو ښکېلو غاړو څخه غواړي، چي د جګړې پرځای د سولې راپيل سوی بهیر غښتلی کړي. د ډېرو کندهاریانو په قول، په هره جګړه کي تر هر چا عام ولس ته ډېر تاوان رسیږي.

په کندهار کي داسي مهال جګړه او ناامني زور اخلي، چي کیدای سي په نژدې راتلونکي کي د افغانستان استازي د سولي په موخه د ترکيې په کوربتوب په يوه پراخه غونډه کي ګډون وکړي.

افغانان د ترکيې له ناستي غواړي، چي د راتلونکي روژې مياشتې په برکت دي دواړي غاړي د تلپاتي سولې لپاره په رښتیا هوکړه وکړي. 

محمد ابراهیم سپېڅلی، کندهار

دلته د کندهار په اړه زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ!