آلمان تر اوسه ۴۶۵۰ کسان له کابله رایستلي
۱۴۰۰ شهریور ۳, چهارشنبهلکه څنگه چي د آلمان پوځ د چهارشنبې په شپه په تویتر کي لیکلي، د سه شنبه په ماښام یوه A400M ډوله پوځي الوتکه چي ۱۷۸ تنه پکښي سپاره ول د ازبکستان په پایتخت تاشکند کي کښته سوې ده. ویل کیږي چي په دې ډول نو تر اوسه پوري څه د پاسه ۴۶۵۰ کسان له افغانستانه رایستل سوي دي. نوموړي کسان به له تاشکند څخه آلمان ته راانتقال سي.
له بلي خوا د امریکا متحده ایالاتو هم خبر ورکړی دی چي د پلان له مخي به د اگست تر ۳۱ مي پوري خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي. د نړیوالو ځواکونو له خوا د لویدیځو اتباعو، افغان ځايي کارکوونکو او نورو ترخطر لاندي کسانو د انتقال اوسنی بهیر د امریکايي ځواکونو په حضور پوري اړه لري. د دوشنبې په ورځ لا د طالبانو یوه استازي د اگست میاشتي ۳۱ مه نېټه د »سرې کرښې« په توگه ونوموله.
له هغه راهیسي چي طالبانو د افغانستان پلازمېنه کابل نیولی او بیرته یې واک په لاس کي اخیستی، په دغه هیواد کي اپوزیسیون، ژورنالیستان، د بشري حقونو فعالان او همدارنگه هغه افغان ځايي کارکوونکي چي د لویدیځو هیوادونو له پاره یې کار کاوه د طالبانو له غچ اخیستني څخه په بیره کي دي.
ډیری افغانان له دې څخه بیره لري چي طالبان غواړي یو »امارت« رامنځته کړي او په دې ډول به د خپلو مخالفینو پر وړاندي سختو جزاگانو ته دوام ورکړي.
GP/NZ/AG