1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان څخه ډکي نوري طیارې هم جرمني ته راورسیدلې

۱۴۰۰ مرداد ۲۸, پنجشنبه

په سلهاوو هغه کسان چي په افغانستان کي بند پاته وه، د تاشکند د لاري جرمني ته راورسیدل. هغوی د فرانکفورت په هوایي میدان کي خپل د سترگو حال بیان کړی.

https://p.dw.com/p/3z9Gt
Lufthansa Flugzeug aus Kabul landet in Frankfurt
انځور: Thilo Schmuelgen/REUTERS

په فرانکفورت کي نن پنجشنبه سهار وختي په سلهاوو دهغو کسانو ډکي طیارې راکښته سوې چي مخکی تر هغه ډاډمنو ځایونو ته انتقال سوي وه. په دوو دغو الوتکو چي یوه یې لوفت هانزا وه او بله یی ازبکستان آیر وېز، په مجموعي ډول ۵۰۰ کسان سپاره وه. دغو طیارو د ازبکستان د پایتخت تاشکند څخه پرواز کړی وو چیري چي آلماني پوځ مخکی تر هغه دغه الوتکي د کابل څخه راایستلي وې. 

نن پنجشنبه د فرانکفورت په هوایی میدان کي د تاشکند څخه د نورو الوتکو د راکښته کیدو انتظار هم کیږي. د آلمان پوځ په روانه اونۍ کي د آلماني /افغاني اتباعو د نجات پخاطر کوښښونه شروع کړي وه، ترڅو هغوی د طالبانو تر قدرت اخیستلو وروسته  اطمیناني ځایونو ته انتقال کړي.

جرمني ته تر رارسیدو وروسته دغو مسافرو د کابل په هوایي میدان کي د گډوډیو او خراب حالت څخه خبري کولې.

محمود سجادي وایي چي فیرونه یې اوریدلي، ډیر وحشتناک حالت وو، په کابل کي  یوازي گډوډي او انارشي وه.

سجادي چی درې اونۍ په کابل کي ؤ، وویل په خاص ډول د کابل په هوایی میدان کي حالت ډیر خطرناک وو. سړی باید د طالبانو په منځ کی راتیر سوی وای. افغان امنیتي ځواکونو فیرونه کول. هغه مړي په خپلو سترگو ولیدل. د هغه په خبره بیله  پاسپورټه هیڅ څوک هوایي میدان ته نه سوای ورننوتلای.

یو بل مسافر چی نه یې غوښتل ځان معرفي کړي ، د بیرته راتگ له بې نظمیو څخه شکایت کاوه. د هغه په خبره حالت ډیر خراب وو او سخته ده چي تر کنټرول لاندي راسي. د افغانستان اوسیدونکي کومکو ته ضرورت لري ، جهانیان باید کومک ورسره کړي.

سجادي د جرمني د حکومت څخه د ژغورني له دغو عملیاتو څخه مننه کوي خو وایي چي بیا هم په دې هکله معلومات نسته چي موږ څه وخت سره یو ځای کیږو او چیري سره یوځای کیږو. د هغه په خبره یوازي پرې ښوول سوی او د ایمیل له لاري دده پوښتنو ته جواب نه ورکول کیږي. خو بیا هم شکر باسي چی هر څه په ښه ډول ترسره سول.

نوموړی د هغو ډیرو کسانو په هکله هم فکر کوي چي لا هم په افغانستان کي بند پاته دي. سجادي چي د فرانکفورت په هوایی میدان کي د خپلو کوچنیانو لخوا ورته هرکلی وویل سو ، وایی چي په افغانستان کي تر ټولو ارزانه شی د انسان ژوند دی. د دغه هیواد سره وحشتناکه لوبه وسوه. سجادي وایی چي خویندي او وروڼه یې لا په افغانستان کي دي.

GP/MQ/AG