1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شهزاده صرافي سرای بیرته فعاله سو

۱۴۰۰ شهریور ۱۳, شنبه

د افغانستان بانک اعلان کړی دی، چي د پیسو د تبادلې تر ټولو لوی مرکز، یعني د شهزاده صرافي سرای بیرته په فعالیت شروع کړې ده. دغه مارکیټ کابل ته د طالبانو تر ورننوتو وروسته تړل سوی ؤ.

https://p.dw.com/p/3zujv
Geldwechsel in Kabul
انځور: picture-alliance/Ton Koene

کابل ته د طالبانو د ورداخلیدو او د معاملاتو په برخه کي د مشکلاتو تر رامنځته کیدو وروسته د افغانستان بانک نن شنبه(د سپټمبر میاشتي څلرمه)اعلان وکړ، چي د پیسو د تبادلې تر ټولو لوی مرکز، یعني د شهزاده صرافي مارکیټ تر دوو اونیو تړل کیدو وروسته بیرته په فعالیت شروع کړې ده.

د افغانستان بانک په یوه اطلاعیه کي راغلي دي، چي د دغه بانک د رهبرۍ هییت د اسعارو د تبادلې په لارکي د اسانتیاوو پخاطر د شهزاده سرای د رهبرۍ او یو تعداد صرافانو سره د یوې جلسې پرمهال فیصله وکړه، چي دغه مارکیټ دي د نن ورځي څخه خپل فعالیت شروع کړي.

په اطلاعیه کي راغلي دي، چي خلګ کولای سي د پخوا په ډول د پیسو د تبادلې پخاطر دغه مرکز ته ولاړ سي او ټول کارونه به په عادي ډول سره جریان پیدا کړي.

د وسترن اونیون او ماني ګرام شرکتونو هم لږ وخت دمخه اعلان کړی ؤ، چي خپل د پیسو ا نتقالات او پولي خدمات یې د سپتمبر د دوهمی څخه بیرته شروع کړي دي. د هغوی فعالیتونه هم کابل ته د طالبانو تر ورننوتو وروسته متوقف سوي وه.