1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: له اروپا څخه د افغان کډوالو اخراج بند کړئ

۱۴۰۰ تیر ۲۰, یکشنبه

کابل په رسمي ډول له اروپايي هېوادونو غوښتي چې په راتلونکو درو مياشتو کې د افغان پناغوښتونکو اخراج ودروي. دغه خبره د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو افغان وزارت کړې ده.

https://p.dw.com/p/3wK6X
Abschiebung Abschiebeflüge
انځور: picture-alliance/dpa/S. Babbar

د جولای د اتمې څخه دې نور افغان کډوال له اروپايي هېوادونو څخه نه اخراجيږي. دغه هيله د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو د چارو وزارت د طالبانو له خوا د تاوتريخوالي د ډېرېدو او د کوويډ ۱۹ پېښو د زياتېدو له کبله له اروپايي هېوادونو څخه کړې ده. کابل وايي چې د داخلي بې ځايه شوو کډوالو د زياتېدونکي شمېر تر څنګ بهرنيو هېوادونو ته د افغان کډوالو او پناغوښتونکو له زياتېدو څخه هم اندېښنه لري.

دا مهال ډېر اروپايي هېوادونه رد شوي افغان پناغوښتونکي جنګ ځپلي افغانستان ته بېرته لېږي. د مثال په ډول له جرمني څخه هم ډليز اخراج دوام لري.

Afghanistan aus Deutschland angeschobene Flüchtlinge in Kabul
انځور: Sirat

همدا د تیرې چهارشنبې په ورځ ۲۷ افغان نارينه کابل ته اخراج شول چې دا د ۲۰۱۶ کال د دسمبر راهيسې څلويښتمه اخراج شوې ډله ده. برلين اوس ټول ټال ۱۱۰۴ رد شوي پناغوښتونکي بېرته افغانستان ته اخراج کړي دي. پر دغسې اخراجونو باندې نيوکې کيږي ځکه چې د منتقدينو په خبره په افغانستان کې خطر تر حده ډېر دی.

دا په داسې حال کې ده چې د می په لومړۍ نېټه پيل شوې د نړيوالو ځواکونو وتنې افغانستان له يوه ناڅرګند برخليک سره مخامخ کړی دی او په دغه جګړه ځپلي هیواد کې جګړو او نا امنیو یو ځل بیا شدت موندلی دی.

DPA/K.H/N.S