1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: څلور حکومتي کارکوونکي وژل شوي

۱۳۹۹ بهمن ۲۱, سه‌شنبه

په پلازمېنه کابل کې نن سهار د ګڼې ګونې پر وخت وسله والو څلور حکومتي کارکوونکي په ډزو وژلي دي. کابل په دې وروستيو کې کابو هره ورځ د دې ډول پېښو شاهد وي.

https://p.dw.com/p/3p5tQ
Afghanistan Kabul Angriff auf Sikh-Tempel
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/AP/R. Gul

د چارواکو په حواله پېښه د کابل په لويديځ کې رامنځته شوې ده. د کابل د پوليسو ویاند فردوس فرامرز خبريالانو ته وويل چې وسله والو د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت پر موټر ډزې وکړې چې په نتيجه کي یې د دغه وزارت څلور تنه کارکوونکي ووژل شول.

د کليو پراختيا وزارت يوه وياند وويل چې دغه کارکوونکي د ميدان وردک ولايت ته پر لاره وو چې وسله والو یې موټر درولی او هغوی یې وژلي دي.

فرامرز وويل چې د پېښې په اړه د ګډې امنيتي ډلې له خوا پلټنې پېل شوي دي خو نوموړي نور جزيات ور نه کړل.

اړونده موضوع: د سولې وزارت د دفتر رئیس له چاودنې روغ وتلی

پوليسو همدا راز ويلي دي چې په يوه جلا پېښه کې يو ملکي کس هغه وخت ټپي شوی چي يو بل حکومتي موټر د چسپکي بم هدف وګرځيد.

د سه شنبې ورځې بريدونه په داسې حال کې شوي چې پرون هم کابل درو بمي چاودنو لړزولی وو چې لږ تر لږه يو تن پکې وژل شوی وو.

اړونده موضوع: په کابل کې دوه چاودنې شوي دي

افغان او امريکايي چارواکي د تاوتريخوالي د دې څپې پړه پر وسله والو طالبانو ور اچوي خو هغوی دا تورونه نه مني.

په کابل کې او د هيواد په نورو سيمو کې تاوتريخوالی په داسې حال کې زيات شوی چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې اترې په ټپه ولاړې دي.

حکومتي چارواکي پر يوه پايداره اوربند ټينګار کوي خو طالبان تر اوسه په دې اړه ټولې غوښتنې رد کړي دي.

AFP(B.S/N.Z)