1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنايي جرمونو ډیریدل؛ په کابل کي د ۳۰۰ امنیتي کمرو نصبیدل

۱۳۹۹ مهر ۲۶, شنبه

په کابل کي د جنايي جرمونو تر ډیریدو وروسته ارګ اعلان کړی، چي د ښار په مختلفو برخو کي یې ۳۰۰ امنیتي کمرې نصب کړي دي. جمهوررئیس په ارګ کي تر یوې غونډي وروسته امر کړی دی، چي باید د جنايي جرمونو په مقابل کي عاجل اقدام وسي.

https://p.dw.com/p/3k46H
Symbolbild - Videoüberwachung
آرشيفانځور: picture-alliance/landov

د تیري پنجشنبې په مازیګر د جمهوررئیس په حضور کي په جمهوري ریاست کي یوه جلسه دایره سوه، په کومه کي چي په کابل کي د جنايي جرمونو د ډیریدو په هکله بحثونه وسول.

د جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کي راغلي دي چي اشرف غني د کابل امنیتي مسؤلینو ته لارښوونه کړې ده، چي په پایتخت کي دي د جرایمو پر ضد جدي اقدام وکړي. هغوی ویلي دي، چي ۶۹ امنیتي میثاقونه یې امضأ کړي دي او ۳۰۰ نوي امنیتي کمرې یې هم دا تازه د ښار په مختلفو برخو کي نصب کړي دي.

اشرف غني د کابل امنیتي ټیم ته ویلي دي، چي د «کابل امنیتي میثاق» پروګرام کاملأ عملي او د کابل د امنیت په خاطر د موجوده تکنالوژۍ څخه استفاده وکړي.

امنیتي مسؤلینو خبر ورکړی دی، چي د همدغه میثاق په چوکاټ او د خلګو په همکارۍ یې ۱۷۳ شکمن کسان نیولي او پولیسو ته یې معرفي کړي دي. سربیره پر دې یې ۶۱۰ شکمن کسه د جنايي جرمونو او ترهګري فعالیتونو په ارتباط هم نیولي دي. د دغي اعلامیې پراساس اشرف غني د کابل د امنیتي مسؤلینو څخه دا هم غوښتې ده، چي د خلګو رواني امنیت ته هم توجه وکړي.

د یو څه وخت راهیسي خلګ د جنايي جرمونو، خاصتأ قتلونو، مسلحانه غلاوو او خلګو تښتونو څخه سخت نفس تنګي سوي دي. ځینو کسانو په اجتماعي شبکو کي په « کابل کي امنیت نسته» ترعنوان لاندي کمپیان پیل کړی او د امنیت غوښتونکي سوي دي.

د خلګو تر شکایتونو وروسته د کورنیو چارو سرپرست وزیر پولیسو ته پر مجرمینو باندي د فیر کولو امر صادر کړ. خو د جنايي جرمونو په تور د لسهاوو تنو تر نیولو وروسته بیا هم هره ورځ په اجتماعي شبکو کي د غلاوو او مسلحانه قتلونو څخه رپوټونه ورکول کیږي.