1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صالح: طالبانو ته د جعلي اسناد جوړولو شبکه مو نيولې ده

۱۳۹۹ بهمن ۲۰, دوشنبه

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال د داسې ېوې شبکې د نيولو خبر ورکړی چې طالبانو ته يې حکومتي جعلي اسناد تیارول. صالح هغه دغه راز ويلي چې د کابل په دروازو کې د انفجاري او مخدره موادو د کشف له پاره روزل شوي سپيان ډيريږي.

https://p.dw.com/p/3p3hN
Afghanistan Kabul | Amrullah Saleh
امرالله صالح - د آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

امرالله صالح د دوشنبې په ورځ (د فبروري ۸مه) لیکلي چې نيول شوې ډلې د طالبانو له پاره »د موټرو جعلي جواز سیر او تذکرې« جوړولې. خو هغه د نيول شوو کسانو شمير او د هغوی د کار د څرنګوالي په اړه جزئيات نه دي ورکړي.

صالح په کابل ښار کې د ناامنيو او د پرله پسې چاودنو په ډيریدو سره، ويلي دي چې د کابل ښار په دروازو کې د روزل شوو سپيو شمیر ډيريږي.

هغه پر خپل فيسبوک پاڼې ليکلي چې دغو سپيو ځانګړې تعلیمات ليدلي چې کولای شي چاودیدونکي او مخدره مواد کشف کړي. هغه ويلي دي چې دغه سپيان هغه افراد هم پيژندلی شي چې له چاوديدونکو او مخدره موادو سره سر او کار لري. هغه ټينګار کوي چې «سپيان نفوذ نه منونکي دي.»

امرالله صالح چې معمولا هر سهار پر خپلې فیسبوک پاڼې د امنيتي پيښو او تصميمونو په اړه معلومات خپروي، دغه راز ېې ويلي دي چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل کې د داعش او حقاني ډلې شپږ غړي نيول شوي چې اوس تر تحقیقاتو لاندې دي.

نوموړي چې له څو مياشتو راهيسي په کابل ښار کې د امنيت د ټينګښت او دغه راز ادارې فساد سره د مبارزې مسؤليت پر غاړه اخیستی، د کابل په ګمرک کې ېې د شته فساد په اړه خپګان ښکاره کړی.

Afghanistans Vizepräsident überlebt Bombenattentat
په کابل ښار کې په وروستيو کې چاودنې او هدفي وژنې ډيرې شوي ديانځور: picture-alliance/AA/S. Khodaiberdi Sadat

هغه ويلي دي چې د سپارښتنو سره سره، دغه اداره نه ده اصلاح شوې، بلکې یوازې د فساد تکتيکونه يې بدل کړي دي. امرالله صالح خبرداری ورکړی دی چې وروسته له دې به سپارښتنه نه، بلکې اقدام به کوي.

د افغانستان د جمهوري رياست د لومړي مرستيال له لوري د کابل د امنيت په تړاو فعالیتونو، له ځانه سره هيلې درلودې، خو د پلازمينې امنيت نه يوازې چې په دې کار سره بهتره شوی نه دی، بلکې د ورځ په تیریدو سره خراب شوی. آن تر دې چې په وروستيو کې په دغه ښار تقریباً هره ورځ چاودنې کيږي.

نن دوشنبه هم د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند په امید سبز سیمه کې د ماين چاودنه وشوه، چې چارواکو ويلي تلفات نه لري. د پروان ولايت په مرکز، چاريکار ښار کې البيروني پوهنتون ته نژدې هم يوه چاودنه شوې چې پکې يو ملکي وکړی وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې له کابل څخه د آلمان خبري آژانس خپل د دوشنبې ورځ (د فبروري په اتمه) په رپوټ کې ليکلي چې تيره اوونۍ په کابل ښار کې ۱۱ بمي چاودنې شوي چې پکې ۶ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. د کابل د پولیسو ویاند، فردوس فرامرز هم دغه خبر تائيد کړی دی.

دویچه وله د/م.ک.ص./ن.ز.