1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې وسله والو دوه قاضيانې په ډزو وژلې دي

۱۳۹۹ دی ۲۸, یکشنبه

وسله والو نن سهار ځانونه ورته پټ کړي ول څو په دغو دواړو ښځينه قاضيانو بريد وکړي کله چې هغوی په خپل موټر کې دندې ته په لاره وې. دغه خبره د محکمې يوه وياند کړې ده.

https://p.dw.com/p/3o1nK
د آرشيف انځور

دغو دواړو ښځينه قاضيانو د افغانستان په ستره محکمه کې کار کاوه. موټر چلونکی يې په بريد کې ټپي شوی دی. د کابل پوليسو هم دغه پېښه تائيد کړې ده، خو د بريد پړه تر اوسه چا نه ده منلې.

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو سره سره په دې وروستيو کې بريدونه ډېر شوي دي. په تېره په پلازمېنه کابل کې سياستوال، خبريالان او د بشري حقونو فعالان د تندلارو له خوا په نښه کيږي.

په تېرو څو اوونيو کې هم په وار وار مشهورې څېرې او وتلي کسان د سهار له خوا په خپلو موټرو کې د کاري دندو په لار ووژل شول.

څو ورځې مخکې په مزار شريف ښار کې هم د ملي پوځ درې تنه ښځينه منسوبانې د نامعلومو وسلوالو له خوا هغه وخت ووژل شوې چې دندې په لاره وې. په دغې پيښې کې يوه بله ښځينه منسوبه او د هغوی موټرچلونکی ټپي شوی وو.