کابل کي چاودنې لږ تر لږه ۱۳ انسانان ووژل
۱۳۹۹ آبان ۳, شنبهد راپورونو له مخي چاودنه په کابل کي د دشت برچي په سيمه کي د يو تعليمي مرکزی څخه دباندي وسوه. د اسوشيېتد پرېس خبري آژانس د خبر له مخي د کورنيو چارو د وزارت وياند طارق آرين ويلي دي چي لا په بشپړه توګه د پيښي ټول جزيات نه دي څرګند.
د رويترز خبري آژانس د لږ تر لږه ۱۳ انسانانو د وژل کېدنې خبره کړې ده. دغه آژانس د روغتيايي چارو د وزارت د وياند له قوله ليکلي چي د پيښي له ځای څخه ۱۳ مړي او ۳۰ ژوبل سوي انسانان روغتونونو ته رسول سوي دي. زياته سوې چي ښايي د مړو شمېر نور هم جګ سي.
د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي چاودنه د يو ځانمرګي بريد په نتيجه کي رامنځ ته سوې چي هدف يې د «کشور دانش» په نوم تعليمي مرکزی وو.
د رويترز خبري آژانس د خبر له مخي د طالبانو وياند ويلي دي چي بريد د دوی له خوا نه دی سوی. بلې ډلې تر اوسه د دې ډلې پړه په غاړه نه ده اخيستې. د کابل په لوېديځ کي واقع په دغه سيمه کي تر مخه د يو شمېر بريدونو پړه د داعش ډلې په غاړه اخيستې وه.
په داسي حال کي چي په قطر کي د طالبانو او د افغان دولت د پلاوي تر منځ د سولي خبري اتري لا ادامه لري، په افغانستان کي دننه تاوتريخوالی زيات سوی دی.
آ./ا.ا./م.ک.ص.