1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له کابله د بهرنیو اتباعو لومړی پرواز

۱۴۰۰ شهریور ۱۹, جمعه

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په لوموړي ځل تر ۱۰۰ ډیر بهرنيان له کابل څخه دوحې ته رسیدلي دي. تمه کیږي چې دغه پروازونه به دوام پيدا کړي. د امریکا په خبره طالبانو په دې برخه کې همکاري کړې ده.

https://p.dw.com/p/408uK
Ziviler Evakuierungsflug aus Afghanistan | Landung in Doha
انځور: Karim Jaafar/AFP

نږدې ۱۱۳ تنه چې د امریکا، آلمان او همدارنګه د افغانستان تابعیت درلودونکي دي د قطر هیواد پلازمېنې دوحې ته رسیدلي دي. دا له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته لومړی پرواز دی.

واشنګټن پوست ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ د قطر شرکت په دې الوتکه کې ۱۲۲ تنه هغه کسان سپاره ول چې د افغانستان ترڅنګ د آلمان، امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، کاناډا ایټالیا، هالنډ او اوکراین هیوادونو تابعیت (د دوه ګوني تابعیت) درلودونکي دي.

خو تر اوسه پورې یوازې د ۱۱۳ تنو د وتلو خبر ورکړل شوی دی. د فرانسې خبري آژانس هم د پنجشنبې په ورځ له دوحې څخه د یوې سرچینې په حواله خبر ترلاسه کړی وو، چې شاوخوا ۲۰۰ بهرنیان د دوحې په مقصد له کابل څخه په یوه الوتکه کې سپاره شوي او وتلي دي.

په هغو مساپرو کې چې قطر ته رسیدلي دي ۱۵ تنه آلماني اتباع شامل دي. تمه کیږي چې د جمعې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۱۰ نیټه) به یوه بله ډله مساپر هم له کابل څخه دوحې ته ورسیږي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې دغه پرواز د قطر هیواد په مرسته شوی دی او د دې پرواز اکثره مساپر ښځې او ماشومان دي.

د هغه په خبره دا فرصت په ډیر غیر مترقبه ډول رامنځته شوی دی. آلمان په دې هڅه کې دی چې په راتلونکو ورځو کې نورو پروازونو ته لاره هواره کړي او هغه کسان چې باید و ایستل شي خبر یي کړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا اعلان کړی دی چې طالبانو په دې برخه کې خپله همکاري ښودلې ده.

د افغانستان له پاره د قطر هیواد ځانګړي استازي مطلق القحطاني، دا یوه «تاریخي ورځ» او د «نړیوالو پروازونو له پاره د کابل هوایي ډګر د بیا پرانیستل کیدو» په برخه کې یو مهم ګام وباله.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې یو بل پرواز به د جمعې په ورځ ترسره شي. په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته، په کابل هوایي ډګر کې حمل و نقل او د هغو اتباعو چې غوښتل یې له افغانستان څخه ووځي، د ايستلو چارې په ټپه دریدلې وې.

خو ډیر شمیر ژباړونکي او د بهرنیو ځواکونو سیمه ایز کارمندان وتوانیدل له افغانستان څخه ځانونه وباسي او ډیر شمیر نور بیا اوس د طالبانو د غچ اخیستونکو اقداماتو له کبله په انديښنه کې دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز