1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

د کابل په لوېدیځ کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۱ فروردین ۳۰, سه‌شنبه

د کابل په لوېدیځ کې د پر له پسې چاودنو له امله شپږ کسان وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي. چاودنه هغه وخت رامنځته شوې چې زده کوونکي له ښوونځي څخه د رخصتۍ پر مهال له ودانۍ وتل.

https://p.dw.com/p/4A63Z
Afghanistan - Explosion in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP

د عبدالرحیم شهید ښوونځي زده کوونکی علي خان وایي چې د نن ورځي د چاودنې ځای ته ډېر نږدې: «موږ هره ورځ ۹:۳۰ رخصت کېږي او نن ۹:۳۵ دقیقې وې چې له ښوونځي څخه د وتلو په حال کې و. کله چې چاودنه وشوه، ټول ځایونه تیاره شول او وروسته هرې خوا ته وینې لیدل کېدې.»

د طالبانو د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران په لومړي سر کې د دریو چاودنو د خبر پخلی کړی وو، خو وروسته يې د فرانسې خبرې آژانس ته وویل چې دوې چاودنې د ځای پر ځای شويو چاودیدونکو توکو له امله رامنځته شوې دي. هغه زیاته کړه د دغو چاودنو په پایله کې ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د آلمان خبرې آژانس د روغتون د سرچینو له قوله رپوټ ورکړی دی چې ۵ مړي او ۱۵ ټپیان د علي جناح روغتون ته انتقال شوي دي. دا آژانس د ناتایید شویو رپوټونو له مخې لیکلي دي چې د وژل شویو شمېر ښایي تر ۲۵ تنو وي.

د عیني شاهدانو د سترګو لیدلی حال بیا د دې څرګندوی کوي چې ممکنه ده د تلفاتو شمېر لوړ وي.

د دغه ښوونځي زده کوونکی علي خان زیاتوي: »زه د چاودنې له سيمې څخه وتښتېدم ځکه د دوهمې چاودنې وېره مې لرله چې بله چاودنه هم وشوه او زه فکر کوم په اوله چاودنه کې ۲۵ کسان وژل شوي او له دوهمې خبر نه یم.»

د عبدالرحیم شهید یو بل زده کوونکی روف چې په څو مترۍ کې یې چاودنه شوې ده، دویچه وله ته وویل: «زما په نظر دغه چاودنه کې ۳۰ تر ۳۵ کسان تلف شوي او ټول قربانیان زده کوونکي دي.»

د دغې پېښې قربانیان روغتون ته انتقال شوي او خبریالان د پېښې له سېمې څخه د طالبانو له خوا نیول شوي دي. عیني شاهدانو ویلي دي چې ټپیانو ته د وینې ورکولو له پاره روغتون ته تللي خو طالبانو اجازه ورکړې نه ده.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند دا هم تایید کړې چې یوه بله چاودنه د ممتاز په نوم د انګلیسې ژبې یو کورس ته څېرمه شوې خو ډېر معلومات یې ورکړی نه دی.

د تېر کال په اګسټ میاشت کې واک ته د طالبان تر رسېدو وروسته، پر عامه ځایونو بریدونه او چاودنې کمې شوې دي، خو داعش جنګیالي د هيواد په کچه بریدونو ته دوام ورکوي.

تر اوسه پورې هیڅ یوې ډلي د سه شنبې د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو د کابل په لوېدیځ کې هزاره مېشتو سېمو کې په تکرار سره چاودنې او بریدونه شوي چې داعش ډلې یې مسوولیت پر غاړه اخېستی.

د تېر کال په می میاشت کې درې چاودنې په دشت برچې سيمه کې د نجونو ښوونځي مخې ته وشوې چې ۸۵ کسان چې زیاتره یې نجونې وې خپل ژوند له لاسه ورکړ او شا او خوا ۳۰۰ نور پکښې ټپیان شول. د دغو چاودنو مسوولیت هم هیڅ یوې ډلې پر غاړه اخیستی نه وو.

د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر مياشت کې داعش ډلې د هغه برید مسؤلیت منلی و چې د همدغې سيمې په اړوندو کې پر یو ښوونیز مرکز باندې شوی و او ۲۴ تنه زده کوونکي پکې ووژل شول.

د همهغه کال په می میاشت کې پر یوه زېږنتون برید کې هم داعش ډله مسؤله وبلله شوه چې په پایله کې د ماشومانو او ميندو په ګډون ۲۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

hs/af (AFP, dpa, AP)