1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي ژورنالیستان سمه آزادې نه لري

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۳, دوشنبه

په پاکستان کې خبریالان خپل ژوند ته د ګواښ، تعقيب او زورونې د وېري له کبله احتیاط کوي. پاکستانۍ ژورنالسته واردا عمران پر دغه موضوع خپل شخصي نظر راسره شريک کړی دی.

https://p.dw.com/p/3sssw
Pakistan | Coronavirus | Proteste in Karatschi
انځور: Ilyas Dean/Dean Pictures/imago images

په پاکستان کې خبریالان خپل ژوند ته د ګواښ، تعقيب او زورونې د وېري له کبله احتیاط کوي. پاکستانۍ ژورنالسته واردا عمران پر دغه موضوع خپل شخصي نظر راسره شريک کړی دی.

نړۍ په پاکستان کې د مطبوعاتو د وضعيت په هکله يوازي د ورکړل شويو ارقامو او سانسور شوو راپورونو له مخې خبريږې. خو زه کولای شم خپلې تجربې ته په پام سره په پاکستان کي د مطبوعاتو وضعیت وارزوم. ما ليدلې چې د خبريالۍ غوره رپوټونه حذف کیږې او له خبریالانو غوښتنه کیږې، له هغو موضوعاتو چې د شرکتونو له ګټو سره سمون نه لری ډه ډه وکړې. د بيلګې په توګه د مود ځواکمنو شرکتونو په اړه رپوټونه، چې له خپلو کارکونکو ناوړه ګټه اخلې.

پوښتنه: ولې مو خبریالې غوره کړه؟

زه ډيره ځوانه وم چې وپوهيدم کولای شو د يوې کيسې په بيلا بیلو اړخونو وغږیږو. ماته دا ډيره په زړه پورې وه چې په څه ډول په سیمه کې د يوې پيښې په اړه ارزونه پر يو سرلیک واړو. ما غوښتل د دغه ماشین يوه برخه اوسم، يعني خبریال چې واقعيتونه راټولوي او په ډير زحمت يې خپروي. په دې اړه زما د پلار هيمشنۍ د خبرونو اوريدنې هم اغیز لاره. خو دا یوازي زموږ په کور کې نه وو، چې خبري برنامې اوريدل کيدلې بلکه په سینګارتون يا ارایشګاه او په کوچنیو رستورانتونو او دفترونو کې هم. د پيغامونو پرله پسې بهیر په پاکستان کې کیدای شي په ناڅاپې ډول قطع شې او دا له دې کبله نه چې بریښنا بیا قطع کيږې. دا هماغه پيښه ده چې دوه کاله پخوا رامنځ ته شوه. هغه مهال د پاکستان پخواني جمهور رئيس آصف علي زرداري سره په (جيو نیوز) کي مرکه د خپرونې په بهیر کې په ناڅاپې ډول قطع شوه. داسي ښکاریدل چې حاکمانو يې ساکټ ويستلی وو.

زورونه او ګواښ

پاکستانۍ رسنۍ زيات وختونه د سياسي اختلافاتو د مخنیوي په پار او یا د بودجې د کموالې له کبله تمايل لري چې خپلې خپرونې پخپله سانسوروي. خاص موضوعات شتون لري، چې هغه نه خپريږې او ځانګړي نظريات هم سته چې هيڅکله د عام ولس غوږونو ته نه رسيږې. هغه حقایق چې له ژورنالیست سره زړیږې او ډير کله داسي اوريدل کيږې »که له خپل ژوند سره علاقه لرې د ځينو پيښو په اړه خبرې کول ودروه.«

خبريالانو ته د عادي واقعیتونو ويلو له پاره سزا ورکول کيږي، زندان ته استول کیږي. هغوي له دولتي بنسټونو سره د مخالفت له کبله بندي او يا جريمه کیږي. بعضي وخت د يوې پيښې د راپور ليکونکي همکار له ناڅاپه لادرکه کېدو او بيا په هغه پسي ناهيله کوونکی لټون تجربه کيږي چي څو ورځې وروسته بیا دغه همکار بېرته راپيدا شي. لکه ژورنالیست مطيع الله جان.

زه په لومړي وار وپوهیدلم چې زما له پاره محدودیتونه شتون لري، کله چې ما له يو سياست وال سره په دې تړاو چې هغه له کومې جرمي پيښې سره اړیکه لرله، مرکه کوله. هغه ماته اجازه رانکړه چې تر فشار لاندي يې راولم او د پوښتنو ځواب ترینه واخلم. خو دا مې خپل برياليتوب وګڼه، چې په خپلو تحقیقاتو سره مې له دغه ځواکمن سړي سره مقابله وکړه.

Kommentarbild Warda Imran vorläufig
انځور: Privat


د خپلې دغې مقالې خپرولو څخه ډيره خوشاله شوم، خو ټول په دې هکله خوشال نه ول. زما مور او پلار راڅخه د موضوع او دغه سیاست وال سره د مرکې په اړه انتقادي پوښتنې وکړې، وې ويل:»پام کوه، موږ نه غواړو پر داسې موضوعاتو کار وکړې، دا کيدای شی خطرناکې واوسې. داسې نه ده، له سیاست والو سره ټوکې مه ګڼه.«

زه په غصه وم. د دغه سیاست وال نقل قول په سم ډول واخیستل شو, ريښتينې کيسه وڅيړل شوه او ما له هيڅ شي ويره نه درلوده. وروسته مې په ياد شو: دا اړينه نه ده چې په پاکستان کې يو ژورناليست د خلکو پام ځانته راوګرزوي او په پای کې ځان په خطر کي واچوي.

پاکستان کې خبريالان آزاد دي چې ځينې کيسې يا راپورونه خپاره کړي، د سیاسی ګوندو او نوماندانو ته محدود لاسرسی ولري، خو هيڅکله په پوره اندازه آزاد نه دي چې له پوځي چارواکو پوښتنه وکړي. دغه راز هيڅکله دا آزادي نه لري چې داسې موضوعات وڅېړي لکه په ازدواج کي جنسي تيری او داسي نور. په پاکستان کې ژورناليستان کولای شي تر هغه ځای پوري محرک واوسي تر کوم ځای پوري چې يې د پښتو ځنځيرونه اجازه ورکړي.

يادونه: دا د هغه انګريزي مطلب ژباړه ده چي اندرياس نول د پاکستانۍ ژورنالستي عمران وردا پر نظرياتو ليکلی دی.