1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

«د بیان آزادي په مستقیم ډول له ګواښ سره مخامخ ده»

۱۳۹۹ بهمن ۱۲, یکشنبه

یوازې په ۲۰۲۰م کال کې د رسنیو ۱۱ تنه کارکوونکي وژل شوي او ۱۶ نور یي په مختلفو بریدونو کې ټپیان شوي دي. همدارنګه د ژورنالیستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پيښو کې هم زیاتوالی رامنځته شوی دی.

https://p.dw.com/p/3od6A
Symbolbild gefährliche Arbeitsbedingungen für Journalisten
انځور: AFP/Getty Images/P. Baz

په افغانستان کې د آزادو رسنیو د ملاتړ سازمان «نی» په حواله افغان حکومت په دې وضعیت کې نه دی چې ژورنالیستان له بریدونو او هدفي وژنو وژغوري. د دغه سازمان مشر مجیب خلوتګر وویل: «تر ټولو ډیر د رسنیزو سازمانونو مشران، د جګړو رپوټ ورکوونکي خبریالان او تحقیقي ژورنالیستان له ګواښ سره مخامخ دي.»

په افغانستان کې د آزادو رسنیو د ملاتړ سازمان مشر زیاته کړه چې ډيري وختونه د دې کار پایله د خپل ځان سانسور وي: «د بیان آزادي په مستقیم ډول تر ګواښ لاندې ده. د ژورنالیستانو وضعیت ښه نه دی او دوی له ویرې سره مخامخ دي. له بده مرغه یو شمیر ژورنالیستانو دغه هیواد پريښی دی.»

نجیب خلوتګر زیاته کړه چې ژورنالیستان بی پرې کسان دي او د شخړې هیڅ کوم اړخ یې د وژلو حق نه لري. د رسنیو د ملاتړ د دغه سازمان یا »نی« په حواله په ۲۰۲۰ م کال کې د افغانستان په شخړه کې د رسنیو یوولس تنه کارکوونکي وژل شوي او ۱۶ نور په بریدونو کې ټپیان شوي دي.

همدارنګه د ژورنالیستانو استازو، د خبریالانو د ډارونې، تښتونې، او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي بی شمیره شکایتونه ثبت کړي دي.د هدفي وژنو یوې څپې افغانستان او په ځانګړي توګه پلازمېنه کابل لړزولې ده. د دغو پيښو اکثره عاملین پټ پاتې کیږي.

د بې پولې خبریالانو په یوه وروستي رپوټ کې افغانستان بیا هم د خبریالانو لپاره د خطرناکو هېوادونو په کتار کې حساب شوی. د ژورنالیستانو د نړېوال فدرایسیون یا IFJ د شمېرو پر بنسټ، په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې ۶۰ خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي.

آژانسونه: ش.ن/ خ. ح