1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو افغان د تښتوني په تور امریکا ته انتقال سوی

۱۳۹۹ آبان ۸, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو چارواکو ویلي دي چي د یوه امریکايي خبریال او دوو نورو ملکي افغانانو د تښتوني په تور یو افغان په ۲۰۰۸م کال کي نیول سوی او د محاکمې له پاره له اوکراین څخه امریکا متحده ایالاتو ته انتقال سوی دی.

https://p.dw.com/p/3kbCv
Hände eines Angeklagten in Handschellen
انځور: picture-alliance/imageBROKER/T. Frey

د دغي قضیې مسئول څارنوال، آودري ستراوس د چهارشنبې په ورځ ويلي دي چي ۴۴ کلن سړی حاجي نجیب الله نومیږي. هغه ویلي دي چي نوموړي د وسلو په زور د یوه امریکايي خبریال او دوو نورو کسانو تښتول پلان کړي ول او هغوی یې د څه د پاسه اوو میاشتو له پاره یرغمل نیولی ول.

د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت ددغه یرغمل سوي کس نوم نه دی رسوا کړی، خو د ۲۰۰۸ کال په نوومبر کي، د دوید رود په نامه د نیویارک ټایمز خبریال د هغه له ترجمان او موټروان سره په افغانستان کی تښتول سوي ول.

نیویارک ټایمز چي ددغه خبریال د تښتوني خبر یې د هغه د حفاظت په خاطر پټ ساتلی وو، ویلي دي چي دغه خبریال د ۲۰۰۹م کال په جون کي له یرغمل نیوونکو څخه په تیښتي بریالی سوی وو.

David Rohde
د نيويارک ټايمز خبريال دويد رود په ۲۰۰۸م کال کي تښتول سوی ووانځور: Vadim Ghirda/AP/picture alliance

د دغه افغان پر وړاندي اقامه دعوی چي د چهارشنبې په ورځ اعلان سوې ده، د اتهام د شپږو فقرو لرونکې ده چي د هغه د جرم د ثابتیدیو په صورت کي ښايي په عمري حبس محکوم سي.

دا سړی په دې تورن دی چي له خپلو ملګرو سره یې په ګډه درې کسان په افغانستان کي تښتولي او پر پښو یې له سرحد څخه تیر کړي، پاکستان ته یې بیولي او هغوی یې په پاکستان کي یرغمل نیولي دي.

د عمومي څارنوالۍ مرستیال، جان دیمرس ویلي دي: «خبریالان خپل ژوند په خطر کي اچوي تر څو له کړکیچڼو سیمو څخه خبرونه جوړ کړي. زموږ هغه تصمیم به کمزوری نه سي چي هغه کسان تعقیب او محکمه کړو چيخ بریالان او نور امریکايي اتباع خپل هدف ګرځوي. دا بې تفاوته ده چي څومره وخت ورباندي تیر سوی وي.

د امریکا متحده ایالاتو چارواکو په دې اړه معلومات نه دي ورکړي چي نجیب الله څه وخت او چیري نیول سوی دی. خو امریکايي چارواکو د اوکراین له حکومت څخه مننه کړې ده چې د نوموړي شخص د نیولو او امریکا ته د هغه د انتقال په برخه کي یې مرسته کړې ده.

(AG) گ.پ/ن.ز