1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اردن شهزاده حمزه څوک دی؟

۱۴۰۰ فروردین ۱۷, سه‌شنبه

د اردن پاچا لومړي حسين، شهزاده حمزه بن حسین خپل تر ټولو ګران زوی ګاڼه. حمزه د خپل ورور، دوهم عبدالله له خوا چې د پلار ځای ناستی شو، دوه ځله د پاچاهي پر تخت له کښېنولو څخه راګرځول شوی دی.

https://p.dw.com/p/3rdWC
Jordanien Prinz Hamzah al-Hussein Hochzeit
انځور: Balkis Press/abaca/picture alliance

پاچا دوهم عبدالله د تیرې اوونۍ په پای کې پر خپل رضايي ورور، حمزه بن حسین او يو شمیر نورو باندې تور ولګاوه چې له «بهرنيو ګوندونو» سره د «اردن د امنیت د بې ثباتۍ» په لټه کې دي. د صدراعظم مرستیال، ایمن صفدي د يکشنبې په ورځ وويل چې د سلطنتي همکار، شريف حسن بن زيد او د ماليې د پخواني وزير، باسم عوض الله په ګډون يو شمیر کسان نيول شوي دي.

شهزاده حمزه د دوشنبې په ورځ يو لیک لاسليک کړ چې په هغه کې يې داسې ژمنه کړې چې «زه خپل ځان د اعلیحضرت پاچا په اختیار کې ورکوم». شهزاده د دغه لیک تر لاسليک کولو پورې ويلي وو چې هغه په کورني حبس کې ساتل کیده.

هغه په یوه صوتي پيغام کې چې د يکشنبې ورځې په ماښام پر ټويټر خپور شو، خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او وېې ويل چې چارواکو ته به اجازه ور نه کړي چې د ده حرکت محدود کړي. حمزه ويلي دي چې زه به «په ښکاره هغه څه پر ځای نه کړم که هغوی ووايي چې زه به بهر نه وځم، ټويټر به نه کاروم او له نورو سره به اړيکي نه نیسم.»

شهزاده، د اردن د وروستي فقيد پاچا، حسین بن طلال مشر زوی دی چې د پاچا له کونډې، نور سره اوسيږي. هغه يې د مور له خوا پر تخت باندې کښينولو ته چمتو کړل شوی وو. پاچا، لومړي حسين، په عامه توګه د حمزه ستاينه کوله او ويلي ول چې داسې پلان لري چې هغه خپل ځای ناستی ونوموي.

Jordanien Prinz Hamzah al-Hussein 2012
شهزاده حمزه د هاروارد پوهنتون کې لوړې زده کړې او د اردن په هوايي ځواک کې يې د پيلوټ په حیث دنده ترسره کړې دهانځور: xinhua/imago images

خو په ۱۹۹۹م کې پاچا، لومړی حسین له خپلې مړينې څخه لږ مخکې، په خپل دغه نظر کې بدلون راوست او د حمزه پر ځای يې دوهم عبدالله د خپلې پادشاهۍ د تاج او تخت وارث وګرځاوه. په هغه وخت کې حمزه د خپل پلار د ځای ناستي له پاره ډير ځوان او کم تجربه شخص هم ګڼل کيد. دوهم عبدالله د خپل پلار د هیلو پوره کولو له پاره، حمزه د اردن ولیعهد کړ.

خو په ۲۰۰۴م کې يې په ناڅاپي توګه له هغه څخه دغه مقام واخیست او خپل مشر زوی حسین ته ېې وسپاره. په دې سره حمزه د دوهم ځل له پاره د پاچايي پر تخت له کښېناستو څخه محروم شو.

خو شهزاده حمزه برخلاف د لندن د هلکانو په هارو ښوونځي کې شامل شو چې وروسته د سندهورست له شاهي پوځي اکادمۍ څخه فارغ شو. هغه دغه راز په هاروارد پوهنتون کې لوړې زده کړې او د اردن په هوايي ځواک کې يې د پيلوټ په حیث دنده ترسره کړې ده.

په دې منځ کې حمزه د اردن په مختلفو قومي ډلو کې کوم چې د شاهي ځواک ستنې ګڼل کيږي شهرت ترلاسه کړ. هغه تر نيول کیدو دمخه، په کراتو د اردن پر حکومت باندې نیوکې کړې وې. د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو پر مهال کله چې اردنیان د عربو د پاڅون پسرلی د يوې برخې په توګه کوڅو ته راووتل، مخالفو څيرو حمزه د پاچا، دوهم عبدالله له پاره يو وړ بديل ښودلی وو. خو له دې ټولو سره سره، حمزه په نهایت کې د پاچا له پاره یو جدي رقیب نه وو.

شهزاده حمزه له شاهزادګۍ بسماه باني احمد سره واده کړی، پنځه لوڼې او يو زوی لري.

دویچه وله ا/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: