1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جو بايدن خپلې بريا ته آمادګي نيسي

۱۳۹۹ آبان ۱۷, شنبه

په ويلمينګتن کې د خپلې وينا پر وخت بايدن څرګنده کړه چې د پسنلوانيا، جورجيا او آريزونا آيالتونه ښايي هم وګټي. په دې سره به ښايي هغه د لازمو ۲۷۰ الکترال رايو څخه لا زياتې يعنې ۳۰۰ رايې تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/3kzAb
USA I Wilmington Delaware I Joe Biden
انځور: Drew Angerer/Getty Images

د خپلې مرستيالې کانديدې، کمالا هاريس، سره يو ځای بايدن د خپلو څرګندونو په حواله د ۷۴ ميليونو وګړو څخه لا زياتې رايې ګټلې دي چې په خبره يې د متحده آيالاتو په تاريخ کې د هر بل انتخاباتي ټيم په پرتله لوړ شمېر دی. دغه خبره جو بايدن په خپل اصلي‌ ښار ويلمينګتن کې د دلاوېر په آيالت کې وکړه. د دموکراتانو دغه کانديد د متحده آيالاتو پر وګړو باندې غږ هم وکړ چې آرام دې پاتې شي او صبر دې ولري تر څو ټولې رايې شمېرل شوې وي.‌ د هغه په خبره «هره رايه اهميت لري» او دا چې ده ته بې تفاوته ده چې نور خلک يې په خپل ټول قوت سره د مخې نيول غواړي.‌ خو ۷۷ کلن بايدن ټينګار هم وکړ چې «زه به دې ته اجازه ورنه کړم.»

رياست جمهورۍ ته آمادګي

بايدن دا هم وويل چې غواړي په ملت کې راغلی درز بېرته پيوند کړي.‌ په خبره يې د بريا په صورت کې به دی د ټولو امريکايانو رئيس جمهور وي، حتی د هغو خلکو چې په ټاکنو کې يې ده ته رايه نه ده ورکړې، دا ځکه چې «موږ ښايي حريفان يو،‌ خو موږ دښمنان نه يو.» بايدن زياته کړه چې «زه هيڅکله هم دومره زيات د دغه ملت راتلونکي ته داسې زيات خوشبين نه وم.»

د بايدن په خبره خپلې نوې وظيفې ته يې آمادګي نيولې ده چې په بېلابېلو سياسي ډګرونو کې به خپلې هلې ځلې پورته کړي لکه د کرونا ويروس وبا، اقتصاد او د اقليم بدلون. نوموړي اعلان وکړ چې د خپلې نوې وظيفې په لومړۍ ورځ به د کرونا ويروس د کنترول يو پلان عملي کړي.‌ د هغه په خبره «موږ په راتلونکو مياشتو کې د ډېرو خلکو ژوند ژغورلی شو.»

بايدن دا هم وويل چې د هغه په نظر د امريکا په متحده آيالاتو کې اقتصادي وده بېرته ورو شوې ده. کتونکو بيا دې ته هم اشاره کړې ده چې بايدن د خپلو ټولو دغو خبرو په ترڅ کې د ترمپ نوم نه دی اخيستی.