1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايډن په يوه اونۍ کې دويم وارې په کرونا مبتلا شو

۱۴۰۱ مرداد ۹, یکشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر جو بايډن خپل ځان یو ځل بیا قرنطېن کړی دی. دا د هغه وروسته چې هغه درې ورځې مخکې له کرونا روغ شوی ؤ.

https://p.dw.com/p/4Ev62
USA Joe Biden auf Corona Positiv getestet
انځور: Susan Walsh/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبايډن يو ځل بيا په کرونا ويروس اخته شوی دی. د سپيني ماڼۍ ډاکټر کېوين او کورنر د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جولای ۳۰نېټه) په يوه اعلاميه کې ويلي دي چي د کرونا مثبت تېست باوجوده جو بايډن «ځان ډېر ښه احساسوي.«

کېوين او کورنر ويلي دي چي د بايډن د بېرته مثبت کرونا تېست لامل د «ريباوند ايفکټ» هغه اثر دی چي د کويد ضد درملو «پاکسولوويد» د استعمال وروسته راڅرګندېدلای شي.

بايډن په داسې حال کي بيا په کرونا اخته شوی دی چي درې ورځي مخکي يې د کرونا له کبله خپل قرنطين ختم کړی ؤ. دا د هغه وروسته چي دوه واري يې پرله پسې د کرونا تېست منفي راووت. هغه بېرته سپيني ماڼۍ ته ورغلی ؤ او خپل کارونه يې پېل کړي ول. خو د شنبې په ورځ يې پر خپله ټويټر پاڼه وليکل: «خلکو، زما د کرونا تېست بيا مثبت راووت.» هغه وړاندي وليکل: «زه هيڅ علايم نه لرم خو ځان به قرنطين کړم چي زما د شاوخوا کسانو ساتنه تضمين وي. خو زه لا کار کوم او ډېر ژر به بېرته راستون شم.«

د فرانس پريس خبري آژانس د خبر له مخې سپينې ماڼۍ ويلي دي چي بايډن په امريکا کې دننه و ډيلاوېر او ميشيګن ته خپل سفرونه لغوه کړي دي.

جوبايډن چي ۷۹ کلن دی يوه اونۍ مخکې پنجشنبه (د ۲۰۲۲ کال د جولای ۲۱) يې د کرونا تېست مثبت راغلی ؤ. هغه په سپينه ماڼۍ کې په خپل کور کي ځان قرنطېن کړ او خپلو کارونو ته يې ادامه ورکړه. خو په دغه وخت کي يې تر عادي حالت کم کار کاوه. نوموړي ته د کويډ ضد درمل «پاکسولوويد» ورکول کېدل.

بايډن په بشپړه توګه د کرونا ضد واکسين شوی دی او دوه ځله يې بوستر واکسين هم لګولي دي. هغه د امريکا د متحده ايالاتو د تاريخ تر ټولو زيات عمر لرونکی برحال ولسمشر دی. ډاکټرانو تېر کال د نوامبر په مياشت کي د هغه معاينات کړي ول او تصديق يې کړی ؤ چي بايډن د ولسمشر په توګه د خپلو دندو د پرمخ بېولو «جوګه» دی.

جو بايډن د خپل مخکني سيال ډونالډ ټرمپ په پرتله د کرونا ضد احتياطي تدابير جدي نيسي او پخپله يې پر ځان عملي کوي. ټرمپ د نورو تر څنګ پر هغه خلکو هم خندل چي ماسک به يې اغوستی.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.