1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن: تر ټاکل شوي نېټې له افغانستانه د عسکرو ايستل «سخت» دي

۱۳۹۹ اسفند ۲۷, چهارشنبه

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن ويلي دي چې له افغانستان د ځواکونو د اخراج له پاره د مي مياشتې د لومړۍ نیټې مهلت عملي کول «مشکل» دي، خو د ټولو ځواکونو را ايستل به ډېر وخت و نه نيسي.

https://p.dw.com/p/3qlLJ
USA Washington | Joe Biden zum Coronahilfspaket
انځور: Patrick Semansky/AP Photo/picture alliance

د روان کال د می مياشتي تر لومړۍ نېټې پوري د بهرنيو ځواکونو د اخراج مهلت، د امريکا د پخواني حکومت او طالبانو ترمنځ په تړون کې چې د تېرکال په فيبروۍ میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسليک شو، درج شوی دی.

ولسمشر جو بايدن د «ای بی سی نیوز» سره په يوه مرکه کې چې د چهار شنبې په ورځ نشر شوه، ويلي چې د امريکا متحده ایالاتو له متحدينو سره د عسکرو د راکمولو د پروسې چټکولو په اړه په سلامشورو بوخت دی.

نوموړي د مي مياشتې د لومړۍ نیټې په اړه وويل: «دا [د عسکرو اخراج] شونی، خو مشکل کار دی.» هغه وويل چې که چېري دا مهلت تمديد شي، نو «دا به د اوږدې مودې» له پاره نه وي.

جو بایدن د خپل سلف دونالد ترمپ په څېر ژمنه وکړه چې د افغانستان شل کلنه جګړه به ختمه کړي او په دغه هيواد کې خپل پاته شا او خوا ۲۵۰۰ عسکر به بيرته کور ته راستانه کړي. تېر کال په افغانستان کې د امريکايي عسکرو شمير کابو ۱۳۰۰۰ وو.

له افغانستان څخه د عسکرو د رایستلو په برخه کې د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ طرحې د واشنګټن متحدین له يوه پيچلي وضعيت سره مخامخ کړي دي، ځکه چې هغوی په دومره لنډه موده کې د خپلو عسکرو رایستلو ته چمتووالی نه درلود.

د ناټو څه نا څه ۷۰۰۰ عسکر چې د پریکړنده ماموريت په چوکاټ کې فعاليت کوي، د امريکايي ځواکونو پر تدارکاتي او امنيتي ملاتړ تکيه کوي. 

بايدن په دې مرکه کې وويل هغه تړون چې د دونالد ترمپ حکومت له طالبانو سره لاسليک کړی، «مستحکم نه دی.»

هغه زياته کړې: «زه له خپلو متحدينو او همدا راز له افغان حکومت سره په مشوره بوخت يم او په دې اړه پر پريکړه غور کیږي.»

«پوتين قاتل دی»

جو بايدن د همدې مرکې په ترڅ کې وويل چې هغه له دې ارزونې سره چې د هغه روسی سيال ولاديمير پوتین يو «قاتل» دی، هم نظره دی. نوموړي زیاته کړه چې پوتين به د ۲۰۲۰م کال د امريکا په ولسمشریزو ټاکنو کې هغه ته د زيان رسولو له کبله «تاوان» ورکړي.

د امريکا متحده ایالاتو استخباراتو تر دې مخکې په يوه رپوټ کې ويلي ول چې روسیې کوښښ کړی وو چې د امريکا ټاکنې تر خپل اغیز لاندې راولي.

له بايدن څخه چې کله وپوښتل شول چې آيا تاسې داسې فکر کوئ چې پوتين چې د خپلو مخالفينو سره د ناوړه چلند تور ورباندې لګول کیږي، يو«قاتل» دی، نو هغه وويل:«هو زه  [همدا فکر] کوم.«

د جو بايدن دا چلند د هغه له سلف دونالد ترمپ سره ډېر توپير لري چې تل یې د ولسمشر پوتين په اړه له منفي څرګندونو څخه په کلکه ډډه کوله.

بایدن وویل چې هغه په جنورۍ مياشت کې د ولسمشر په توګه تر لوړې وروسته له پوتين سره خبرې وکړې. هغه زیاته کړه: «موږ اوږدې خبرې وکړې، زه هغه ښه پيژنم.»

روسیې د ولسمشر بايدن د دې څرګندونو په اړه چې پوتين يې «قاتل» بلل، سخت غبرګون ښوولی دی. د روسیې د پارلمان د استازو مجلس وياند په يوه اعلاميه کې ويلي: «بايدن په دې څرکندونو سره زموږ ولس ته سپکاوی کړی دی.»

نوموړي د تلیګرام له لارې زياته کړې چې «پر پوتین بریدونه زموږ پر هيواد بريدونه دي.«