1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزماروپا

څېړنه: په اروپايي اتحاديه کي د جهاديانو ۱۹ سلنه مهاجر دي

۱۳۹۹ بهمن ۲۰, دوشنبه

په تيرو لسو کلونو کي د اروپایي اتحادیې په غړو هيوادونو کي ۹۱ ترهگریز بريدونه ثبت شوي دي چي د ۱۳۲ جهادیانو له خوا ترسره شوي دي. د څيړونکي سام مولينز په خبره د دغو پيښو د عاملانو ۱۹ سلنه يې پناه غوښتونکي ول.

https://p.dw.com/p/3p3sB
Symbolbild Terror Extremismus
انځور: picture alliance/chromorange

د يوه بريتانیاي څيړونکي د څيړنې پايلو کې راغلي دي چې د جهادیانو او ترهګرو سازمانونو د پام وړ شمير غړي د پناه غوښتنونکي په نامه اروپا ته داخليږي.

د آلمان د «دویچلند فونک» راديويې شبکې ويبسايت د دوشنبې په ورځ (جنوری ۸) د سام مولينز د څيړنو او شننو په هکله رپوټ خپور کړې دې.

سام مولينز د ګارميش پارتن کرشن د امنيتی څيړنو په مرکز کي تر ۲۰۱۹م کاله پوري له ترهگرۍ سره د مبارزې اړوندو مسايلو په برخه کي تدریس کاوه. دغه برتانوي څيړونکي اعلان کړي دې چې په اروپايې غړو هیوادونو کې له  ۲۰۱۲څخه تر ۲۰۲۰م کاله پوري د ترهګري ۹۱ پيښي ثبت شوې دې.

د مولينز د څیړنو له مخې ۱۳۲ جهادیانو په دغه عملياتو کي نقش درلود، چې ۲۵ يې داسي کسان دي چې د اروپايي اتحاديې په غړو هيوادونو کې يې د پناه غوښتنه کړې وه. مولينز دغه راز ټينګار کړی دی چې په هغو کسانو کې چې په اروپايي اتحاديه کې يې د پناه غوښتنه کړې ده، د جهاديانو او ترهګرو سازمانونو د غړو شمېر پکښې لږ دی.

د هغه د ارزونې له مخې د اروپاي اتحاديې په غړيو هېوادونو کې په پناه غوښتونکو کي د جهاديانو او تروریستانو شمير په ۱۰۰۰ کسانو کې تر یوه هم لږ دی.

د اروپا پلیس (يوروپل) هم اعلان کړی دی چې په هغو کسانو کې چې په اروپا کې په ناقانونه ډول ژوند کوي هم د هغو کسانو شمېر ډير کم دې چې د ترهګريزو کړنو له کبله نيول شوي دي.

د آلمان د جنايي پلیسو ادارې د معلوماتو له مخې هم د ترهګريزو بريدونو شمير چې په دې هيواد کې له ۲۰۱۲ او ۲۰۲۰م کلونو ترمنځ رامنځته شوي دي، نهه پيښې يې ترهګريز لامل وو.