1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مدیترانه کې ۱۶۰ تنه پناه غوښتونکي ژغورل شوي دي

۱۴۰۰ فروردین ۱۵, یکشنبه

په مدیترانې سمندر کې په دریو کښتیو کې د سپرو ۲۷۰ تنو پناه غوښتونکو له ډلې څخه شاوخوا ۱۶۰ تنه یي ژغورل شوي دي. د دریمې کښتۍ چې تر سلو ډیر انسانان په کې سپاره ول تر اوسه پورې هیڅ درک نه دی معلوم.

https://p.dw.com/p/3rZdt
Libyen I Flüchtlinge im Mittelmeer
انځور: Sergi Camara/AP/dpa/picture alliance

د شنبې په ورځ په مدیترانې سمندر کې د دوو کښتیو شاوخوا ۱۶۰ تنه پناه غوښتونکي ژغورل شوي. د Alarm Phone مرستندویه سازمان ویلي چې ژغورل شوي کسان د ایټالیې لامپیدوزا ټاپو ته انتقال شوي دي. د دریمې کښتۍ چې شاوخوا ۱۱۰ تنه په کې سپاره ول هیڅ درک نه دی معلوم.

مخکې تر دې نوموړي سازمان ویلي وو چې په دریو وړو کښتیو کې د شاوخوا ۲۷۰ تنو انسانانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

د آلارم فون په نوم مرستندویه سازمان  په حواله د شنبې په ورځ له بیړني وضعیت سره مخامخو پناه غوښتونکو ورسره تلیفوني اړیکه کې ویلي دي چې د دوی ترڅنګ تیریدونکو سوداګریزو بیړيو له هغو پناه غوښټونکو سره چې له درو ورځو راهیسې په مدیترانې سمندر کې ایسار پاتې ول، له مرستې څخه انکار کړی وو.

ویل کیږي چې د پناه غوښتونکو وضعیت د انديښنې وړ او د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي. د نوموړي سازمان په حواله مالتا او ایټالیا دواړو هیوادونو چې دغه کښتۍ ورته نږدې شوي وې، نه هم پخپله په مستقیم ډول ورسره مرسته کړې او نه یې هم د مرستې ترلاسه کولو د همغږۍ په برخه کې ورته لارښوونه کړې ده.

د کلونو راهیسې په پرله پسې ډول یو شمیر پناه غوښتونکي هڅه کوي چې د مدیترانې سمندر له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي.

د رسمي شمیرو له مخې یوازې تیر کال په دې مسیر کې تر ۱۲۰۰ ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. خو کارپوهان وایي چې اصلي یا واقعیي شمیرې تر دې ډیرې لوړې دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص